پاکستان د زلمي خلیل زاد نصحیت ته ضرورت نلري
(last modified Thu, 16 Mar 2023 01:18:47 GMT )
Mar 16, 2023 05:48 Asia/Kabul
  • پاکستان د زلمي خلیل زاد  نصحیت ته ضرورت نلري

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاد د افغانستان د پخلاینې د پروسې د پرمخ بیولو لپاره د سولې د دوه اونیز مشن لپاره پرون اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون د افغانستان په چارو کښې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیل زاد یوشمیر نصحیتونو او سپارستنو ته سخت غبرګون وښوده او ویې ویل پاکستان د هغو چیلنجونو په هکله چې ورسره مخامخ دی غیر ضروري نصیحتونو ته هیڅ ضرورت نلري.

زلمي خلیل چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوسني ولسمشر جوبایډن په حکومت کښې د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن د ځانګړي استازي په توګه کار کړی وړمه ورځ ویلي وو د پاکستان کارکردګۍ ښه نه ده او له هندوستان څخه شاته پاتی شوی دی.

زلمي خلیل زاد وویل پاکستان له دریو کړکیچونو سیاسي ، اقتصادي او امنیتي چیلنجونو سره مخامخ دي په داسې  حال کښې چې زیاته بالقوه او پوټینشل لري او د پاکستان کارکردګۍ ښه نه ده او له هندوستان څخه وروسته پاتی شوی دی.

هغه وویل د زنداني کولو د اعدامولو او د ټرور کولو په وسیله د پاکستان د مشرانو له مینځه وړل غلطه لاره ده او زیاته یې کړه د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان نیول به کړکیچ نور پسې زیات کړي.

د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د پاکستان له چینلجونو سره د مقابلې لپاره دوې(۲) لارې وړاندې کړې لومړۍ دا چې په جون میاشت کښې د عمومي انتخاباتو د ترسره کیدا نیټه اعلان کړي.

دوهمه دا چې د پاکستان د مهممو سیاسي ګوندونو لپاره دغه وخت شته چې له غلطو کارونو سره مقابله وکړي یو مشخص پلان وړاندې کړي چې خپل هیواد وژغوري او هغه د ثبات د امنیت او د خوشحالۍ په لاره ورسیخ کړي.

 

ټیګونه