پاکستان د خلیلزاد څرګندونو ته سخت غبرګون وښوده
(last modified Thu, 16 Mar 2023 08:30:11 GMT )
Mar 16, 2023 13:00 Asia/Kabul
  • پاکستان د خلیلزاد څرګندونو ته سخت غبرګون وښوده

د پاکستان د خارجه وزارت ویانده: پاکستان به د یو مقاوم ولس په توګه له روانو سختو حالاتو نه لاپیاوړی راووځي

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د دغه هیواد د سیاسي او امنمیتي بدلونونو په هکله د افغانستان په چارو کښې د امریکې د پخواني استازي وروستیو څرګندونو ته په تند غبرګون کښې وویل: مونږ د نورو ناغوښتو مشورو ته هیڅ ضرورت نه لرو.

ځلمي خلیلزاد په یوې وینا کښې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالاتو په لړ کښې د پاکستان د حکومت کړنلاره کمزورې بللې وه. هغه هم داشان د تحریک انصاف د مشر او د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو لپاره د پولیسو له هلوځلو وروسته د پاکستان د حکومت او مخالفانو ترمینځ د شخړې په هکله هم خبرې کړې وې.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا خلیلزاد ته په خطاب کښې وویل: مونږ د خپلو شخړو د هواري د څرنګوالي په هکله د چا وینا او ناغوښتو صلاح مشورو ته هیڅ اړتیا نه لرو.

هغې څرګنده کړه: پاکستان به د یو مقاوم ولس په توګه له روانو سختو حالاتو نه لاپیاوړی راووځي.

 

ټیګونه