عمران خان موټر کې محکمې ته حاضر شو؛ د پولیسو او پلویانو ترمنځ یې نښتې شوي
(last modified Sun, 19 Mar 2023 11:58:43 GMT )
Mar 19, 2023 16:28 Asia/Kabul
  • عمران خان موټر کې محکمې ته حاضر شو؛ د پولیسو او پلویانو ترمنځ یې نښتې شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې محکمې ته په موټر کې حاضرې ورکړې او بېرته د لاهور پر لور روان شوی دی.

‌ د پولیسو له ډزو وروسته د تحریک انصاف د ګوند پلویانو پر پولیسو د ډبرو ګزارونه کړي دي. په اسلام اباد کې پولیس په نښتو کې ځینې پولیس ټپیان شوي هم دي.

اسلام اباد کې د محکمې ودانۍ مخې ته د عمران خان ګڼ شمېر پلویان او امنیتي ځواکونه ټول شوي‌ دي.

پولیسو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز هم کارولی دی.

نوموړي‌ سره د موټرو لوی کاروان هم روان دی. عمران خان په خپله ټوېټر پاڼه تور پورې کړی چې د اسلام اباد پولیسو د نوموړي پر موټر او کاروان ډزې کړې دي.

پر عمران خان تور دی چې د واکمنۍ پرمهال ورکړل شوې ‌ځینې ډالۍ یې پلورلې دي، داسې څه چې نوموړی یې نه مني.

وروسته له هغه چې ښاغلی خان د اسلام اباد په لور روان شو، د لاهور په زمان پارک سیمه کې د نوموړي کور ته پولیس ننوتي‌ او د تحریک انصاف د ګوند کار کونکي یې هم نیولې دي.

 

پرون د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي و، د حکومت لومړیتوب دا نه دی چې مخکېنی لومړی وزیر عمران خان ونیسی، بلکې غواړي هغه محکمې ته حاضرېدو ته اړباسي.

هغه وړمه شپه یوه ځايي تلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې وویل "زموږ ترجیح د عمران خان نیول نه دي، بلکې د هغه اړیستل دي چې عدالت ته وړاندې شي."

عمران خان بیا وايي،‌ په دې پوهېده چې د مارچ په ۱۸مه محکمې ته حاضرېږي، خو پولیس ورپسې ۳ ورځې مخکې یعنې د مارچ پر ۱۵مه ورغلي‌ وو.

هغه دا ادعا هم کړې وه چې ګوندې واکمن حکومت غوښتل دی ونیسي او زندان ته یې واچوي او بیا یې غیاب کې ټاکنې وکړي.‌

نوموړي‌ وویل "زه پوه وم چې دوی څه غوښتل... څه چې یې له اعظم سواتي‌ او شهباز ګېل سره کړي و"

د محکمې قاضي د مارچ پر اوومه نېټه د عمران خان د نيولو حکم کړی و او له پوليسو يې غوښتي وو چې ويې نيسي، خو نوموړي د اسلام اباد له محکمې غوښتنه کړې وه چې د نيول کېدو حکم يې لغوه کړي.

قاضي سپارښتنه وکړه چې د مارچ پر ۱۳ نېته محکمې ته حاضر شي خو ښاغلی خان محکمې ته حاضر نه شو.

 

وروسته بيا قاضي له ضمانت پرته د هغه د نيول کېدو حکم وکړ او له پوليسو يې وغوښتل چې محکمې ته يې حاضر کړي چې اخ و ډب کې نژدې ۶۵ پولیس او د عمران د ګوند ځینې کارکوونکي‌ ټپیان شول.‌

 

ټیګونه