طالبان د بایکاټ په حالت کښې مثبت ځواب نه ورکوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان باوري دی د افغانستان د طالبانو حکومت د بایکاټ او د انزوا په حالت کښې د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په شمول د لویدیځو هیوادونو غوښتنې ته مثبت ځواب نه ورکوي.
عمران خان د انګلستان له یوه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه باید د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنۍ کړۍ ته ورداخل کړي او بیا ورسره د بشري حقوقو په هکله خبرې وکړي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه غواړي د افغانستان د طالبانو په حکومت اغیز واچوي نو باید هغه په نړیوالې ټولنې کښې ومني.
په عین حال کښې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون وویل دغه ډله چمتو ده چې د ګډو ګټو په نظر کښې نیولو سره یوځل بیا د نړۍ د هیوادونو په لور د خپل مثبت تعامل لاس اوږد کړي.