بلاول په عمران خان باندې نوی تور ولګوه
د پاکستان د خارجه وزیر د څرګندونو په ځواب کښې عمران خان هم د امنیتي ځواکونو لټي په پاکستان کښې د ترهګرۍ د زیاتیدو لامل بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د هیواد پخواني وزیراعظم عمران خان زرګونه ترهګر له افغانستانه له راوستلو وروسته په قبایلي سیمو کښې دیره کړي دي.
د پاکستان د خارجه وزیر د څرګندونو په ځواب کښې عمران خان هم د امنیتي ځواکونو لټي په پاکستان کښې د ترهګرۍ د زیاتیدو لامل بولي.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې بلاول بوټو زرداري د پاکستان په پارلیمان کښې په خپلې وینا کښې د تحریکِ انصاف ګوند مشر په پاکستان کښې د ترهګرۍ د نوې څپې او د روان اقتصادي کړکیچ مسئول وباله او ویې ویل: ترهګري د پاکستان د پوځ، پولیسو او خلکو په سرشیندنې سره ختمه شوې وه خو د عمران خان د حکومت له خواو دوباره راژوندۍ شوه.
د باکستان خارجه وزیر هم داشان د تحریک انصاف د حکومت په سیاستونو باندې په نیوکې سره زیاته کړه: عمران خان هغه ترهګر معاف کړل چې لاسونه یې د خلکو په وینو ککړ وو او که نن پاکستان د ترهګرۍ له ښکارندې سره مخامخ دی نو ټول قصور د عمران خان دی.