پاکستان کښې د زلزلې له امله څو تنه مړه او ژوبل شول
(last modified Sat, 01 Apr 2023 09:25:57 GMT )
Apr 01, 2023 13:55 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د زلزلې له امله څو تنه مړه او ژوبل شول

په پاکستان کښې ۳.۶ ریکټره زلزلې تراوسه درې تنه وژلي او څو نور یې زخمي کړي دي

په پاکستان کښې ۳.۶ ریکټره زلزلې تراوسه درې تنه وژلي او څو نور یې زخمي کړي دي

د جیو نیوز د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن، قلعه عبدالله او پشین سیمو کښې د ریکټر په سکیل ۳.۶ زلزلې له امله درې ماشومان مړه شوي او څو تنه نور ژوبل شوي دي.

د خبر له مخې په چمن سیمه کښې یوه ښځه او پنځه ماشومان هم زخمي شوي دي.

د بلوچستان صوبې د وزیراعلی ویاند د دغې زلزلې مرکز د کویټې ښار وباله او ویې ویل: ډیر زر به د دې زلزلې زیانمن شویو کورنیو ته بیړنۍ مرستې واستول شي.

 

ټیګونه