د پاکستان وزیراعظم له ایران سره د سوداګري ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ
د پاکستان وزیراعظم د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډي صوبې په توګه د بلوچستان د پراختیا په اهمیت باندې په ټینګار سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
شهباز شریف په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د بلوچستان صوبې له لوړرتبه پلاوي سره چې په کښې د دفاعي تولیداتو وزیر، د انرجۍ صلاحکار وزیر او د بلوچستان له عوامي ګوند او د بلوچستان ملي ګوند څخه د قومي اسمبلۍ استازي په کښې شامل وو، ملاقات وکړ.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: شهباز شریف په دغې کتنې کښې د بلوچستان صوبې د ترقۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ایران سره د دغې ګډ سرحد لرونکې صوبې د راکړو ورکړو د زیاتیدو غوښتونکی شو.
د پاکستان وزیراعظم ویلي دي: د بلوچستان صوبې ترقي د اسلام آباد د حکومت کاري وړومبیتوب دی او د دې هدف لپاره د سوداګرۍ او د پولو د پراختیا په برخه کښې له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو هوډ لري.
له ایران سره د سجارتي ملګرتیا په پراختیا باندې د شهباز شریف ټینګار په داسې حال کښې دی چې ټاکل شوې هغه راتلونکې چهارشنبه له ایران سره د دوه اړخیزو موافقو د تعقیبونې لپاره په اسلام آباد کښې یوه غونډه جوړه کړي.