د پاکستان سترې محکمې د انتخاباتو له ځنډولو سره مخالفت وکړ
(last modified Wed, 05 Apr 2023 01:22:44 GMT )
Apr 05, 2023 05:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې د انتخاباتو له ځنډولو سره مخالفت وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان سترې محکمې سپریم کورټ په پنجاب صوبې کښې د انتخاباتو د ځنډولو په هکله د انتخاباتو د ملي کمیسیون د فیصلې په ردولو سره وویل انتخابات باید ترسره شي.

د پاکستان سترې محکمې د پنجاب صوبې د انتخاباتو د ځنډولو په زمینه کښې د انتخاباتو د ملي کمیسیون په فیصلې باندې له غور کولو وروسته په یوه حکم کښې وویل د پاکستان د ملي انتخاباتو کمیسیون په یوه غیر قانوني اقدام کښې انتخابات ځنډولي دي.

د پاکستان سترې محکمې سپریم کورټ وویل د پنجاب صوبې د پارلمان انتخابات باید په هره بڼه چې وي د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له دیرشمې د مي د میاشتې تر پینځلسمې نیټې پورې ترسره شي خو سره له دې ستره محکمه د روان میلادي کال د مي د میاشتې په څوارلسمه نیټه د انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتونکي ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په یوې مرکې کښې ویلي دي که چیرې د هیواد د سترې محکمې د دریو قاضیانو غونډه د پاکستان د اکثرو قاضیانو د غوښتنې په اپوټه د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د تحریک انصاف ګوند ملاتړ وکړي په هیواد کښې به د سیاسي کړکیچ او د پوځي کودتا د رامینځته کیدا احتمال وي.

 

ټیګونه