پاکستان د اقتصادي ناروین له امله د حج سهمیې داوطلبان نشي پوره کولی
د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت ویلي، چې دغه هېواد د لومړي ځل لپاره حج سهمیې داوطلبان پوره نه کړل او ۸ زره سهمیې یې بیرته سعودي عربستان ته ور وګرځول.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په وینا، سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله لږ شمېر پاکستانیان حج ته ځي او دغه سهیمې تشې پاتې شوي دي.
دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې ویل شوي وو چې په ټولیزه توګه د ۸۹۶۰۵ دولتي سهمیو له جملې څخه ۸۰۰۰ غوښتنلیکونه بې داوطلبه پاتې شول.
له دې سره، پاکستان له شاوخوا ۲۴ میلیونه ډالره لګښت څخه پاتې شو.
ایکسپریس ټریبیون دا “بې ساري پریکړه” په پاکستان کې د سخت انفلاسیون او د ډالرو د کمښت پایله ګڼي.
د یاد شوي وضعیت یو اصلي دلیل د اقتصادي ستونزو شدت او د ډالرو پر وړاندې د کلدارو د بیې کمیدل ښودل شوي.