د پاکستان په پرونیو شخړو او مظاهرو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي
(last modified Wed, 10 May 2023 23:58:48 GMT )
May 11, 2023 04:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پرونیو شخړو او مظاهرو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان د فساد تورونو له لګېدو وروسته تاوتریخوالي رامینځته شوي او په پیښور او کوهاټ کښې په ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او په سلګونو کسان نیول شوي.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وروسته پر ځان د مالي فساد تورونه رد کړي دي.

د  پاکستان پولیس وايي، د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته احتجاجونو کې تر اوسه لس  کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي دي.

 د پاکستان پوځ له هغه وروسته سخت خبرداری خپور کړی، چې پر ځینو حکومتي ودانیو باندې ګڼ شمیر اعتراض کونکو یرغل وکړ او اوس د پاکستان په  په ځینو سیمو کې پوځیان دیره شوي دي.

د پېښور په هشنغر سیمه کې نامعلومو کسانو د وسلو یو دکان چور کړی دی.

 په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې خلک له دکانه وسلې پورته کوي  او له ځانونو  سره یې وړي.

 ځايي پولیس وايي، په لوټ شوې وسله کې تفنګچې، ټوپک، کلاشنکوفونه او ځینې نورې وسلې شاملې دي.

بل لور په خیبر پښتونخوا کې د نیول شوي عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو ځايي مشر شوکت یوسفزی وايي، د دوی د لاریون کوونکو پلویانو په منځ کې ځینې ورانکار کسان شامل شوي، چې دا ډول فعالیتونه کوي، خو د دوی ګوندي ملګري سوله ییز احتجاج کوي.

نوموړی وايي، تېره ورځ دغه ډول کسانو د ده ګرېوان ته لاس واچاوه، چې خپلو ګوندي ملګرو ترې وژغوره.

پېښور کې ناپېژاندو کسانو پر ټاکنو کمېسیون یرغل کړی

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویاند وايي، ناپېژاندو کسانو د دې کمېسیون پر ځایي دفتر یرغل کړی.

 د ویاند په خبره د کمېسیون ټولو اسنادو ته اور ورته کړی او د دفتر سامان الات یې لوټ کړي دي.

ویاند زیاتوي یرغلګرو په دفتر کې ولاړو ګاډو ته زیان رسولی او موټر سایکلونو ته یې هم اور ورته کړی دی.

په دې پېښه کې د کمېسیون دفتر ودانۍ ته هم زیان اوښتی.

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ مشر فواد چودري نیول شوی دی.

د هغه ورورو فیصل چودري تایید کړې چې ورور یې د سترې محکمې مخ کې نیول شوی.

خو هغه دا نه دي ویلي، چې پولیسو فواد چودري د کومې قضیې له مخې نیولی.

د ځايي پولیسو په وینا فواد چودري د ۱۷ یم پي او له مخې نیول شوی.

هغه پرون  سهار د سترې محکمې مخ ته رسنیو ته ویلي و چې د پاکستان وضعیت خورا ترینګلی دی او دا چې ګوندې ستونزې د یو بل د نه منلو له لارې نه هوارېږي.

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه