د پاکستان په اکثرو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي
(last modified Thu, 11 May 2023 00:21:35 GMT )
May 11, 2023 04:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان په اکثرو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د فیډرال کابینې غونډه وشوه او په بیلابیلو ښارونو کښې په تاوتریخوالو کښې حکومتي ځایونو ته د تاوانونو رسول وغندل شول.

د پاکستان فیډرال کابینې په پنجاب ، خیبر پښتونخوا صوبو او پلازمینې اسلام اباد کښې د پوځیانو د دیره کیدا پریکړه تصویب کړه.

ویل کیږي چې د هیواد په ډیرو سیمو کښې اوس پوځیان دیره شوي دي او دغه کار دوام لري.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وايي چې حکومتي عسکرو او پولیسو په پرونیو مظاهرو کښې تراوسه د دغه ګوند څوارلس غړي وژلي دي او په سلګونو نور یې ژوبل کړي هم دي .

دغه راز د  پاکستان د تحریک انصاف ګوند خینو  مشرانو په نوي خبر کښې ویلي دي چې حکومتي پولیسو او عسکرو د دغه ګوند کابو اویا کسان په ډزو باندې وژلي دي.

د پاکستان حکومتي سرچینو او رسمي رسنیو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو اکثرو رسنیو ویلي دي چې په پرونیو تاوتریخوالو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او ګڼ شمیر ژوبل شوي  هم دي.

دغه راز ویل کیږي چې د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د مالیې پخوانی وزیر اسد عمر په اسلام اباد کښې  او دغه راز د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر سرفراز چیمه ، د سمندري چارو پخوانی وزیر سید علي حیدر زیدي په لاهور او کراچۍ ښارونو کښې نیولي دي

Image Caption

 

.

 

ټیګونه