عمران خان:
قضائیه قوه په پاکستان کښې د ډیموکراسۍ د کمزورتیا وجه ده
May 14, 2023 04:38 Asia/Kabul
د پاکستان تیر وزیراعظم عمران خان پرون د دغه هیواد قضائیه قوه، په پاکستان کښې د ولسواکۍ د کمزورتیا یو لامل وباله
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په ضمانت له آزادیدو یوه ورځ وروسته د دغه هیواد په قضائیه قوې باندې په نیوکې سره وویل: اوس وخت دی چې ولس د قضائیه قوې خلاف راپورته شي.
عمران خان تیره سه شنبه د خردبرد په کیس کښې ونیوې شو او بیا د پنجشنبې په ورځ د هیواد د سترې محکمې د مشر په حکم آزاد شو.
په تیرو څو ورځو کښې د پاکستان د څنګته کړې شوي وزیراعظم له نیول کیدو وروسته د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د هغه د پلویانو له خوا پراخې مظاهرې وشوې او دغه حالت د امنیتي ځواکونو او معترضانو ترمینځ د سختو نښتو لامل شو چې په کښې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.