په مکې مکرمې کې په هوټل کې په اور لګیدنې کې8 حاجیان ووژل شول
(last modified Sat, 20 May 2023 05:26:59 GMT )
May 20, 2023 09:56 Asia/Kabul
  • په مکې مکرمې کې په هوټل کې په اور لګیدنې کې8 حاجیان ووژل شول

دا په داسې حال کې دي چې د حج د مناسکو په وخت زیاتره د بریښنا د مزو یا د ګیسو د هیټر دخرابي له امله اور لګیږي چې د لسګونو حاجیانو ژوند اخلی خو تر دې دمه دغه شان مشکلاتو په حل کولو کې دعربستان اړونده ادارې  پاتې راغلی دي.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ، د عربستان په مکې شریفې کې په هغه هوټل کې پرون ناوخته اورلیګیدلی چې پاکستاني حاجیان پکې دیره وو،او  پر نور تاوان سربیره ئې کابو اته پاکستاني حاجیانو ژوند اخستی او دغه راز یو شمیر نوره هم ټپیان شوي دي

په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان قونصل ویلفیّر ټولنې د راپور په اساس ،اور پرون ناوخته په مکې مکرمې کې په ابراهیم خلیل روډ کې په نوموړي هوټل کې لیګیدلی ؤ.د خبر ترمخابیره کیدا پورې  په اور کې په  د وژل شوو څلور  پاکستان پيژندل شوي دي. داهم وئيل شوي دي چې د پاکستانیو حاجیانو تعقلق ددغه هیواد له پنجاب صوبې سره دی او د وهاړي او قصور سیمو اوسیدونکي دي ، داهم وئيل شوي چې په ټپیانو کې ځيني میرمنې هم ترسترګو کیږي.

ټیګونه