د تحریک انصاف ګوند دوو مشرانو څنګ ته کیدل اعلان کړل
(last modified Thu, 25 May 2023 00:05:15 GMT )
May 25, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • د تحریک انصاف ګوند دوو مشرانو څنګ ته کیدل اعلان کړل

زمونږ خبریال د جنګ ورځپاڼو په قول راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف مهم مشر فواد چوهدري له دغه ګوند څخه ځان څنګ ته کړ او دغه راز عمومي منشي اسد عمر هم له تحریک انصاف څخه استعفا ورکړي ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې د پارلمان پخواني غړي ملک سلیم اختر او دغه راز نادیه شیر هم له عمران خان  څخه جلا شوي دي او احتمال شته چې په راتلونکو څو ورځو کښې د پارلمان ځینې ښځینه کارکونکي هم له تحریک انصاف څخه څنګ ته کیدل اعلان کړي.

ویل کیږي چې سعید سهیل رانا، ثانیه کامران ، شاهینه کریم او مس شاهده به د عمران خان له تحریک انصاف ګوند څخه څنګ ته کیدل اعلان کړي.

دغه خبره کیږي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یوه فاروارډ بلاک د جوړیدا احتمال شته.

دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پوځ او جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(ISI) تور لګولی دی چې دوې د ګوند په مشرانو دباونه راوستلي دي چې له تحریک انصاف ګوند څخه ځانونه جلا کړي.

بل خبر دا چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پخواني فیډرال وزیر فیصل واوډا(Faisal Vawda) پرون د جاسوسۍ ادارې ایس ايي ايي(ISI) په پخواني مشر متقاعد جنرال فیض حمید باندې تور ولګاوه چې د القادر ټرسټ دوسیه ده جوړه کړي ده او تر ټولو زیاته ګټه یې هم جنرال فیض حمید ته رسیدلي ده.

 

ټیګونه