عمران خان په ټیسټونوکې د کوکاین او شرابو څښونکی ثابت شو
(last modified Sat, 27 May 2023 01:05:01 GMT )
May 27, 2023 05:35 Asia/Kabul
  • عمران خان په ټیسټونوکې د کوکاین او شرابو څښونکی ثابت شو

د پاکستان تحریک انصاف د عبدالقادر پټیل پرضد په محکمه کی شکایت کړی دی او د هغه دغه ادعا یې شرمناکه بللی ده .

 

د پاکستان د روغتیا وزیر وايي، د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ازموینې پایلې ښيي چې د هغه په ​​وجود کې د کوکاین او الکولو نښې شته.

عبدالقادر پټیل ویلي چې طبي راپور د عمران خان دماغي استقلال تر پوښتنې لاندې راولي او ښيي، چې د هغه په ​​پښه کې هیڅ ډول فریکچر نه دی شوی.

عمران خان ادعا کړې چې تېر کال په لاهور کې د ډزو له پېښې وروسته یې پښه ماته شوې وه.

د دغه هیواد چارواکو د عمران خان د نیولو په وخت کې له هغه څخه ازموینې واخیستې.

د پاکستان د روغتیا وزیر په کراچۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د عمران خان د ادرار د ازموینې پایلې به پولیسو ته وسپاري.

ده زياته کړه چې دډاکټرانو يوه ډله دې نتيجې ته رسيدلې ده چې دعمران خان دماغي حالت شکمن دى اؤ هغه ذهني تندرست نۀ دى.

د پاکستان تحریک انصاف د عبدالقادر پټیل پرضد په محکمه کی شکایت کړی دی او د هغه دغه ادعا یې شرمناکه بللی ده .

د پاکستاني رسنیو په وینا، عمران خان او د تحریک انصاف ګوند پر ځینو مشرانو د وتلو بندیز لګول شوی دی

 

ټیګونه