عمران خان پاکستان د حکومت ته د خبرو وړاندیز وکړ
(last modified Sat, 27 May 2023 07:55:14 GMT )
May 27, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • عمران خان پاکستان د حکومت ته د خبرو وړاندیز وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی.

 د پاکستان حکومت د ښاغلي خان د دې وړاندیز په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو لومړي وزیر شهباز شریف ښاغلی عمران  خان تورن کړی، چې د مې پر نهمه ورځ یې خپل پلویان پر پوځي تاسیساتو یرغل ته لمسولي وو.

عمران خان له فرانس ۲۴ خبري شبکې سره مرکه کې وویل: ''زما پر ګوند د کړۍ تنګولو پر ځای راشئ کېنئ خبرې وکړو.

 د مذاکراتو پر مېز مې پوه کړئ، چې ولې زه د دې هېواد لپاره خطرناک بلل کېږم. ''

عمران خان زیاته کړه: ''زه یې یوازې کړی یم، ځکه زموږ د ګوند مشرتابه نور غړي نیول شوي دي، زموږ لس زره ګوندي ملګري نیول شوي دي، هر هغه کس نیول کېږي، چې د پي ټي ای (پاکستان تحریک انصاف ګوند) پلوي دی، یا پټ شوي دي... زه یوازې پاتې شوی یم. ''

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې پر نهمه پلازمېنه اسلام اباد کې د ښاغلي عمران  خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ځینو سیمو کې خورا سخت احتجاجونه وشول او ځینو ډلو د دې هېواد پر پوځي تاسیساتو او پر پوځي مرکز هم یرغلونه وکړل.

 

عمران خان د القادر ټرسټ فنډ قضیه کې نیول شوی و.

د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول کېدل ناقانونه بللي و او د خوشي کېدو امر یې کړی و.

 د تحریک انصاف ګوند وکیلانو سترې محکمې ته د ښاغلي خان د نیول کېدو خلاف عریضه کړې وه.

د عمران خان ځینو نژدې سیاسي ملګرو له هغه نه خپله لار بېله کړې.

له هغه وروسته د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر پلویان نیول شوي او د ګوند یو شمېر مهمو مشرانو له تحریک انصاف ګونده د وتلو یا هم د ګوندي مسوولیتونو پرېښوولو اعلانونه وکړل.

 

په دې کې د ګوند عمومي منشي اسد عمر، د بشري حقونو پخوانۍ وزیره شیرین مزاري، د اطلاعاتو مخکینی وزیر فواد چودري، مسرت چیمه، فردوس عاشق اعوان او خسرو بختیار او علي حیدر زیدي  او لسګونه نور مهم مشران شامل دي.

پخوانی وزیر خسرو بختیار د پي ټي ای وروستی مهم غړی دی، چې چارشنبه یې د ګوند له غړیتوبه د استعفا ورکولو اعلان وکړ.

ښاغلي بختیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ''کال مخکې مې د ګوند مشرتابه ته ویلي و، چې له ملي ادارو سره د ګوند جنجالي مخامختیا به ګوند ته زیان ورسوي، له همدې کبله مې د پاکستان تحریک انصاف له سیاسته لېرې والی غوره کړ او له همدې کبله مې د ګوند له مرکزي کمېټې او د سویلي پنجاب لپاره د ګوند له مسوولیته ځان لېرې کړ. ''

 

د مې پر نهمه د عمران له نیول کېدو وروسته سخت احتجاجونه وشول.

 

بل لور له فرانس ۲۴ سره خبرو کې عمران خان ادعا وکړه، چې پاکستان حکومت او اسټیبلشمنټ (پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره مروجه اصطلاح) ډارېږي، چې د ده ګوند به ټاکنو کې بریالی شي، او په وینا یې له همدې ډاره یې د دوی پر ضد عملیات پیل کړي.

 

عمران خان وايي: ''دوی غواړي زما ګوند له منځه یوسي. د پوځي محاکمو تګلاره یې د دې لپاره غوره کړې، چې په عادي محکمو کې د دروغ تورونو پر بنسټ سزا ورکول سخت وي... د پوځي محکمو مانا زموږ د جمهوریت له منځه تلل دي. ''

له حکومت سره د مذاکراتو پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي خان وویل: ''زما پر ګوندي ملګرو د تشدد پر ځای راشئ، مذاکرات وکړو، د ګوند مشران په زندانونو کې دي او له پي ټي ای ګونده د وتلو پر شرط له زندانه بهر وتلای شي. ''

 

ټیګونه