د حضرت امام خمیني لیدتوګو په نړۍ کې بدلون راوست
حضرت امام خمیني نه یوازې د مسلمانانو لپاره،بلکې ددرستې مستضعفانو لپاره هم یوه غوره شخصّت ؤ ،ځکه د دوي شعار د حقیقي اسلام او ورورولي مطرح کړه.
د پاکستان یوه تکړه شناندي او څیړاند ووئيل،د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني یود داسې غوره شخصیّت ؤ چې د اسلام او بشریّت اصلي څیره ئې نړیوالو ته ورمعرفي کړه.
د غبرګولې څوارلسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب د اروښاد لارښود حضرت امام خمنیی و وفات کلیزه ده.
د پاکستان یوه غوره څيړاند او کارپوه عبدا.... ګل په پنډۍ کې له ایران پریس خبری آژانس سره د حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په مناسبت په یو لړ خبرو کې روښانه کړه، حضرت امام خمیني نه یوازې د مسلمانانو لپاره،بلکې ددرستې مستضعفانو لپاره هم یوه غوره شخصّت ؤ ،ځکه د دوي شعار د حقیقي اسلام او ورورولي مطرح کړه.
د پاکستان دغه څيړاند ټينګار وکړ،حضرت امام خمیني دغه شعار یوازې د مسلمانانو لپاره وړاندې نه کړ، او د دوي موخه د بشریّت نیکمرغي او دسولې پوره کیدا وه او دغه لیدتوګې د یوې څپې په څیر نړۍ و څنډله او بدلون ئې راوست.
عبدا... ګل ووئيل، حضرت امام خمیني د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍ کې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا اسلامی انقلاب دایران په پولوکې کلابند شوی نه دی. دپاکستان دغه څیړاند همداراز ټينګار وکړ، اوس ثابته شوې ده چې د حضرت امام خمیني اسلامی انقلاب هیڅکله هم پاي نه دی درلودلی او هماغه شان دوام لري، ځکه د حضرت امام خمیني د لیدتوګو جامع هدف یوازې شیعیان نه وو،بلکې د ا سلامی نړۍ لپاره وې او پیغام ئې هم د مسلمانانو ورورولي ، اتحاد سوله او مقاومت دی .