پاکستان کښې سیلاب ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Jun 21, 2023 14:50 Asia/Kabul
پاکستان کښې د سختو بارانونو له امله راوتلي سیلاب اووه کسان وژلي دي.
پاکستان کښې د سختو بارانونو له امله راوتلي سیلاب اووه کسان وژلي دي.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د سخت باران او سیلاب له امله اووه کسان مړه شوي او ۷۲ نور ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو او پیښور ښارونونو کښې په ترتیب سره پنځه او دوه تنه د سیلاب له امله مړه شوي دي.
بارانونو د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار او هم داشان په بنو ښار کښې د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.
په ځینو سیمو کښې سختې سیلۍ هم کورونو ته تاوان اړولی دی.