د پاکستان خارجه وزارت په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت شاذدافیر وربللی
پاکستان ادعا کړې چې د هندوستان پوځیان د دې هیواد ملکي وګړي ویشتې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل چې د هندوستان د سفارت شاذدافیر یې د هندي ځواکونو له خوا د اوربند د خلاف ورزۍ په لړ کښې چې له امله یې دوه ملکیان مړه شوي او یو بل کس زخمي شوی دی، د اسلام آباد په سخت اعتراض کښې وربللی دی.
د ایرنا په لیکنه، د پاکستان د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي: پاکستان د ۲۰۰۳ کال د اوربند د تړون او د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کښې ورباندې د پابندۍ د دوباره ژمنې په خلاف ورزۍ کښې د هندوشتان بې معنا اقدام په کلکه غندي او له نوي ډیلي غواړي چې د سرحدي اوربند لپاره د شوې موافقې احترام وکړي.
د هند او پاکستان په ګډو پولو کښې کابو د دوه نیمو کالو نسبي آرامښت، پرون د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ د ډزو په تبالدلې سره د شخړې یوې نوې مرحلې ته ورسیده او پاکستان ادعا کړې چې د هندوستان پوځیان د دې هیواد ملکي وګړي ویشتې دي.