پاکستان کښې د نشه ایزو موادو ستره جوپه نیول شوې
(last modified Tue, 27 Jun 2023 03:11:10 GMT )
Jun 27, 2023 07:41 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان ساحلي ګارډ د نشه ایزو توکو د یوې ۵.۴ ټني جوپې د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.

پاکستان د نړۍ د کوکنارو د ترټولو ستر تولیدونکي  افغانستان سره د ګاونډ په وجه، د نشه ایزو توکو د ټرانزټ یوه مهمه لاره ده.

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، د پاکستا نساحلي ګارډ (PCG)  دغه عملیات د بلوچستان صوبې په «کپکپار» سیمه کښې په کامیابۍ سره ترسره کړل او ټولټال یې ۵ زره ۴ سوه ۹۲ کیلوګرامه ډول ډول نشه ایز مواد یې کشف کړي او نیولي دي.

په دغې جوپې کښې ۵ زره ۱ سل ۶۶ کیلوګرامه کوکنار، ۲۷۲ کیلوګرامه کریسټل او ۵۶ کیلوګرامه هیروئین شامل دي چې په یادې سیمې کښې په یو خالي کور کښې پټ کړی شوي وو.

پاکستاني رسنیو په دې خبرې سره چې د دې جوپې ارزښت ۱۳۶میلیون ډالره اټکل کیږي، وویل: ټاکل شوې وه چې دغه جوپه له پاکستانه بهر ته قاچاق شي چې د امنیتي ځواکونو په هوښیارۍ سره معلومه او ونیوې شوه.

 

ټیګونه