د ۱۵ پاکستاني افسرانو د محاکمې پایلې
(last modified Wed, 28 Jun 2023 11:07:47 GMT )
Jun 28, 2023 15:37 Asia/Kabul
  • د ۱۵ پاکستاني افسرانو د محاکمې پایلې

د پاکستان د پوځ ویاند "احمد شریف" د مې په نهمه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کېدو په تړاو د تاوتریخوالي له امله، د ۱۵ پوځي افسرانو د محاکمې خبر ورکړی.

د "احمد شریف" په وینا، د پاکستان د پوځ یو میجر جنرال او دوه تورن جنرالان د می د میاشتې په نهمه نېټه د پوځ پر مرکز د برید په تړاو په پېښو کې د احتمالي رول له امله، له خپلو ټولو پوځي مسئولیتونو څخه لېري شوي دي.

د اداري فساد په تور د عمران خان د نیول کېدو پر ضد د وروستیو عامو اعتراضونو د قضیې په تړاو، د پوځ د افسرانو د ممکنه جرمونو او تېروتنو څېړل، که څه هم د پاکستان په عامه افکارو کې د پوځ درېځ پیاوړی کولای شي، خو دا مسله له څو اړخونو مهمه ده.

لومړی، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ د لومړي وزیر له څوکۍ د "عمران خان" د لرې کولو او بیا د هغه د نیولو په مسئلو کې ځان  برائت کړي.

دویم، دا چې د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاسي چارو کې د لومړي ځواکمن ځواک په توګه په پاکستاني ټولنه کې خپل درېځ بیا رغوي، چې د عمران خان له لوري پر پوځ د وروستیو پېښو ترشا د لاس لرلو موضوع مطرح شوه، دوی خپل موقف په خطر کې ویني.

درېیم دا چې د عمران خان د نیول کېدو په وروستیو ناکراریو کې د احتمالي رول په پلمه، د پاکستان د پوځ قوماندې له لوري له ځینو جګپوړو افسرانو سره حساب کتاب او د اړیکو د لرلو له امله د هغوی  پرېښودل، له تصور څخه لېري دي.

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی حسین په دې اړه وايي:

"د پاکستان پوځ چې د پاکستان په سیاسي ډګر کې له پیپلز ګوند او مسلم لیګ ګوند څخه وروسته درېیم او تر ټولو نفوذ لرونکی ګوند ګڼل کېږي، د پاکستان په ټولنیز ډګر کې یو داسې چل او لوبه ترسره کړې، چې پایله یې باید د پوځ لپاره د خپل ټولنیز موقف بیا رغونه وي، ترڅو هغوی د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي، چې لګښت به یې د څو لوړ پوړو افسرانو قرباني کول وي.

په همدې خاطر د پوځ د تحقیقاتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د درېیو لوړ پوړو افسرانو د ګوښه کولو ترڅنګ، د ۱۵ پوځي افسرانو دوسیې هم پوځي محکمې ته راجع شوي، څو په دغو پېښو کې د هغوی د احتمالي رول په اړه څېړنې وشي. د "عمران خان" د نیول کېدو په تړاو په پېښو کې د نیول شویو تر سلو زیاتو ملکي کسانو د جرمونو د څېړلو لپاره، د پوځي محکمې فعالول هم د پاکستان د حکومت د مخالفینو له نظره د هغوی د محاکمه کولو اصلي موضوع ده، ځکه داسې ښکاري چې دا کسان د"عمران خان" د تحریک انصاف ګوندغړي وي، په داسې محکمو کې د دوی محکومیت د تحریک انصاف د انحلال لپاره زمینه برابرولی شي.

له همدې امله، "عمران خان" له خپل وروستي نیول کېدو وروسته، ځواکمن پوځي بنسټونه او د پوځ استخباراتي سازمان د فساد په پلانولو او د سیاسي مخالفینو په ځانګړې توګه د تحریک انصاف ګوند د مشرانو پر ضد په کارولو تورن کړل.

د سیاسي چارو کارپوه متین حیدر په دې اړه وايي:

"د پاکستان د حکومت او پوځ اصلي هدف داسې ښکاري چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند منحل کول دي، چې تر دې وړاندې هم حکومتي چارواکو په ډاګه ویلي، خو د دې هدف د تحقق لپاره یو بنسټ ته اړتیا ده، چې ښکاري پوځي محکمه او د داسې ماحول نتيجه، د تحريک انصاف د ممکنه انحلال لپاره شرايط برابر کړي.»

په هر صورت، له دغه ګوند څخه د تحریک انصاف د څه دپاسه سلو غړو جلا کېدل او د پاکستان د ځواکمن ګوند په نوم له یوه نوي ګوند سره یوځای کېدل په ډاګه ښيي، چې پر تحریک انصاف فشارونه د دې ګوند د کمزوري کولو په هدف دي، په داسې حال کې چې د پاکستان ګوښه کړل شوی لومړی وزیر عمران خان په ښکاره د دغه هېواد پوځ د خپل ګوند په ویجاړولو تورنوي.

که څه هم د پاکستان پوځ، د امنیتي بنسټونو پر ضد د "عمران خان" تورونه ردوي. په هرصورت، د پوځ او "عمران خان" تر منځ شخړه او کړکېچ اوس هم دوام لري او  داسې نه ښکاري چې"عمران خان" د پوځي او امنیتي فشارونو پر وړاندې په شا شي، که څه هم هغه پخوا په پاکستان کې د سیاسي بحران د پایته رسولو لپاره له حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه کړې وه، چې د حکومت لخوا رد شوه.

ټیګونه