بلوچستان کښې د چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي دي
Aug 08, 2023 04:55 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په «کیچ» سیمه کښې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ماین چاودلی چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول
د پاکستان د بلوچستان صوبې په «کیچ» سیمه کښې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ماین چاودلی چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان صوبې د کیچ ضلعې په بالګتر سیمه کښې په یو ګاډي باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی چې له امله یې په ګاډي کښې سپاره ۷ کسان مړه شوي دي. په وژل شویو کسانو کښې یو تن د اسحاق بلوچ په نامه یو ځايي چارواکی دی.
امنیتي ځواکونه وايي چې اسحاق بلوچ له خپلو شپږو خپلوانو سره یوځاې د واده له مراسمو ستنیده چې په یادې سیمې کښې پرې د سړک د غاړې ماین وچاوده. په چاودنه کښې د هغوي موټر هم بیخي ویجاړ شوی دی.
د دغې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.