د پاکستان په بې ثباتۍ او ګډوډۍ کښې د امریکا په ښکاره رول ټینګار:-
(last modified Thu, 17 Aug 2023 09:48:18 GMT )
Aug 17, 2023 14:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بې ثباتۍ او ګډوډۍ کښې د امریکا په ښکاره رول ټینګار:-

د رشیا ټوډې ټيلي ويژن خبري سایټ په یوه راپور کښې ولیکل: پټ ډیپلوماټیک سند چې همدا اوس ایشوا شوی دی په تیر میلادي کال کښې د پاکستان په ډيپلوماټانو باندې د امریکا له دباونو پرده پورته کړي ده.

د پاکستان ملي پارلمان په تیرې پنجشنې ورځ د عمومي انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره ړنګ شو.

د پاکستان د پارلمان عمومي انتخابات به د پخواني لومړي وزیر عمران خان له ګډون کولو پرته ترسره شي.

عمران خان په پینځه کاله بند او له سیاسي فعالیتونو څخه په محرومه کیدا محکوم شوی دی.

په تیرې چهارشنبې ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ولسمشر عارف علوي ته په یوه لیک کښې د ملي پارلمان او د مشرانو جرګې د ړنګولو غوښتنه کړي وه او علوي هم د لومړي وزیر په وړاندیز د پارلمان د ړنګولو حکم ورکړ.

رشیا ټوډې ټیلي ويژن په خپل راپور کښې ویلي دي امریکا د پاکستان په ډيپلوماټانو باندې دباونه واچول او له هغوې څخه یې وغوښتل چې د هغه وخت لومړی وزیر عمران خان له کاره لیرې کړي!.

عمران خان چې د امریکا او د واشنګټن د جیو پولیتیک اجنډا ملاتړ یې نه کاوه او له روسیې او چین سره د لا نږدې اړیکو لپاره یې یوه لاره پیدا کوله په هماغه کال کښې څه موده وروسته له کاره څنګ کړی شو.

رشیاټوډې ټيلي ويژن زیاته کړه عمران خان له لومړي وزارت څخه لیری کړی  شو او زر ونیول شو او د پاکستان په سیاسي ډګر کښې له شتون څخه هم منع کړی شو.

په همدغه وخت کښې پاکستان له امریکا سره نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ او همدغه خبره کافي وه چې د پاکستان له پوځي چارواکو سره د امریکا په زړو اړیکو باندې د تائید ټپه ووهل شي!.

د روسیې رشیا ټوډې ټيلي ويژن خبري سایټ زیاته کړي ده دغه نظریه د دسیسې جوړول نه دي؛ بلکې په ډیرې سادګۍ سره کیږي هغه پیښې چې رامینځته شوي دي ووینو ، امریکا په نامحسوسو عملیاتو کښې په پاکستان کښې حکومت بدل کړ کومه چې د امریکا د لوړالوت ښودنه کوي چې غواړي پاکستان او هندوستان له یوبل سره وجنګوي او په جنوبي اسیا سیمې باندې خپله پوځي سلطه پراخه کړي.

رشیاټوډې سایټ زیاته کړه په عین حال کښې واشنګټن غواړي له نوي ډیلي څخه د چین پرضد مبارزې کښې د یوه لاسپوڅي او د لوبتکې په توګه ګټه پورته کړي.

په داسې حال کښې چې له دې سره په یووخت د هندوستان په وړاندې د پاکستان په راوستلو سره د دغه  هیواد د سټراټيژیکې ترقۍ او د پرمختګ لاره بندوي.

د پاکستان د حکومت پټ ایشوا شوي سندونه وايي چې د امریکا خارجه وزارت سپینه ماڼۍ د تیر میلادي کال د مارچ د میاشتې په اومه نیټه هڅولي وه چې د اوکراین په جنګ کښې د عمران خان د بې طرفۍ د اعلانولو په دلیل هغه د پاکستان له لومړي وزارت څخه لیرې کړي.

د امریکا اینټرسیپټ ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره په دې هکله ولیکل په هغه کتنې کښې چې د امریکا د مرکزي اسیا او د جنوبي اسیا د چارو د وزیر مرستیال« ډونالډ لو» په شمول د امریکا د خارجه وزارت له دوو چارواکو سره په واشنګټن کښې د پاکستان د سفیر اسد مجید خان ترمینځ وشوه هغوې د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې عمران خان د هغه څه دلیل چې دوې د اوکراین په جنګ کښې بې طرفۍ بللي وه له لومړي وزارت څخه څنګ ته کړي.

د خپاره شوي راپور پراساس په واشنګټن کښې د امریکا د خارجه وزارت له چارواکو سره د پاکستان د سیفر له کتنې کابو یوه میاشت وروسته عمران خان د پارلمان په ناباور رایې سره له واک څخه لیری کړی شو او د پارلمان دغه د ناباور رایه د پاکستان د قدرتمن پوځ لخوا ملاتړ هم درلود.

د ایشوا شوي سند پراساس د امریکا خارجه وزارت د سوټې او ګاځرو په سیاست سره د اسلام اباد چارواکو سره ژمنه کړي وه چې د عمران خان د څنګ ته کولو په بڼه کښې به د دواړو هیوادونو اړیکې تودې شي.

د عمران خان په مدیریت سره د پاکستان بهرني سیاست د لویدیځ پرضد سخت دریځ غوره کړ او له دې سره په یووخت یې له امریکا څخه واټن واخیست او له چین سره یې د خپل هیواد دفاعي اړیکې پراخې کړې.

په دې سربیره د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له روسیې سره لا نږدې اقتصادي اړیکې ټینګې کړې او په همدې خاطر امریکا د پاکستان خارجي سیاست له خپلو ګټو سره په تضاد کښې باله.

 

 

ټیګونه