د پاکستان ځمکني او هوايي ځواکونو ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل
(last modified Fri, 01 Sep 2023 02:52:49 GMT )
Sep 01, 2023 07:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان ځمکني او هوايي ځواکونو ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل

د پاکستان د پوځ هوايي او ځمکنیو ځواکونو په پنجاب صوبه کښې ګډه مانوره ترسره کړې ده.

د پاکستان پوځ پرون په یوې خبرپاڼې کښې د پنجاب صوبې په جهلم سیمه کښې د پوځ د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له ګډو مشقونو څخه د پوځ د قومندان جنرال عاصم منیر کتنې ته په اشارې سره، د دغې مانورې د ترسره کولو هدف د وسله والو ځواکونو د عملیاتي چمتووالي چیلنج کول وبلل.

خبري سرچینو به دې خبرې سره چې په دغې مانورې کښې د ځمکني پوځ ټانکونو او د هوايي ځواک جنګي الوتکو او چورلکو شتون درلود وویل: د پاکستان د پوځ قومندان جنرال عاصم منیر د مختلفو عملیاتي مشقونو په اجرا کښې د هیواد د پوځ د هوايي او ځمکني ځواک له ملګرتیا او همداشان یې له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره د وسله والو ځواکونو له چمتووالي خوښي څرګنده کړې ده.

 

ټیګونه