Sep 26, 2023 15:39 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

کراچۍ کښې د افغانستان کونسلګرۍ وویل چې ۶۰ نور افغان کډوال د دغه ښار له جیلونو آزاد شوي دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان په کراچۍ کښې د افغانستان قونصلیټ اعلان کړې چې ۶۰ تنه افغان کډوال خوشې کړې شوي دي.

کراچۍ کښې د افغانستان سرکنسول څرګنده کړه چې دغه کسان د سند صوبې له مختلفو زندانونو راخوشې شوي دي.

د هغه په وینا، په آزاد شویو کسانو کښې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

له دې مخکښې او په پاکستان کښې د افغان کډوالو د نیونو په زیاتیدو سره د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو عالي کمشنرۍ له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو نیونه سمدسي بنده کړي.

پاکستان کښې د افغان کډوالو د نیونې د نوې څپې په دوام کښې په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر ویلي وو چې په تیرو دوو اونیو کښې څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال منجمله هغه کسان چې قانوني مدارک هم لري، د پاکستان پولیسو نیولي دي.

د ویلو ده چې د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم انور الحق کاکړ ویلي دي چې په غیرقانوني توګه پاکستان ته د افغانانو د ورتګ د مخنیوي په موخه یې نوی سیاست غوره کړی دی.

 

ټیګونه