د پاکستان په بلوچستان کښې ۱۴ پوځيان ووژل شول
(last modified Sat, 04 Nov 2023 01:12:02 GMT )
Nov 04, 2023 05:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې ۱۴ پوځيان ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې پرون د پوځ په دوو ګاډو باندې چې له پسني څخه اورماړه سیمې ته روان وو د ترهګرو په برید کښې تراوسه څوارلس پوځيان وژل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت معمولا ترهګرې ډلې او د بلوچ ازادي غواړ پوځ په نوم بیلتون غواړي ډله د دا ډول  حملو مسووله ګڼي.

دغه راز پرون د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کښې هم په یوې بم چاودنې کښې پینځه کسان وژل شوي او کابو یویشت نور ژوبل شوي وو چې پینځلس پکښې مرګي حاله دي.

تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډلې په تیرو میاشتو کښې په حکومتي عسکرو پرضد په هیواد کښې د ډیرو حملو مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي.

پاکستان د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډلې په ملاتړ کولو تورنوي خو د افغانستان دغه ادعا په ځلونو رد کړي ده.

ځینې راپورونه وايي چې د افغانستان په کونړ ولایت کښې چې د پاکستان له باجوړ سیمې سره نږدې پرته ده د تحریک طالبان پاکستان ډلې او د لشکر جهنګوي د ترهګرو ډلو  د روزنې مرکزونه شته.

 

ټیګونه