د پاکستان د پوځ دوه متقاعد افسران سزا شول
Nov 25, 2023 16:08 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د پوځ دوه متقاعده شوي افسران د ملي امنیت پرضد د ورانونکو اقداماتو په جرم څو کلونه په قید محکوم شول.
د پاکستان پوځ نن وویل چې یو متقاعد جګړن «عادل فاروق راجا» او متقاعد کپتان« حیدر رضا مهدي »د پوخي محکمې لخوا د ملي امنیت پرضد د ورانکارو اقداماتو او د پوځ د کارکونکو د هڅو په جرم څوارلس کاله او دولس کاله په زندان محکوم شوي دي.
د پاکستان پوځ وویل د محکومو شویو کسانو جرم د پوځ د کارکونکو ترمینځ د فتنې رامینځته کول او د پوځ د کارکونکو هڅول ، د وسله والو قواو د مشرانو او ځواکونو پرضد د جعلي خبرونو خپرول او د پاکستان په پوځي محکمې کښې د ملي امنیت پرضد ورانکار اقدامات ثبت شوي دي او د ورکړل شوي حکم پراساس د دواړو افسرانو پوځي درجې هم سلب شوي دي.