د افغانستان د الوتنو لپاره د پاکستان نوې ایجنډا
(last modified Sun, 26 Nov 2023 10:56:02 GMT )
Nov 26, 2023 15:26 Asia/Kabul
  •  د افغانستان د الوتنو لپاره د پاکستان نوې ایجنډا

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو کړکیچونو په تېره بیا د افغان کډوالو پر سر د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د پاکستان موقته حکومت د افغانستان د الوتنو لپاره نوې ایجنډا جوړه کړه.

له دې مخکښې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی و چې پاکستان په افغانستان کښې د الوتنو د انحصار په لټه کې دی او په بېلابېلو پلمو د افغان هوايي شرکتونو د الوتنو مخه نیسي.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې نن په یوه نوي فرمان کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته تلونکې ټولې الوتنې باید لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخکې خبر ورکړي.

د دې نوې اجنډا پر بنسټ، د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د افغانستان د الوتنو لپاره د راتلونکو پروازونو فریکونسي صادره کړې او ټینګار یې کړی چې که مخکې خبرتیا ورکړل شي، د پاکستان په فضا کې دننه د الوتنو لپاره به د هوايي ترافیک خدمتونه موجود وي.

د دغه راپور له مخې، دغه هوايي ترافیکي خدمات به د «کراچۍ»، «لاهور» او «اسلام آباد» د سیمه ییزو مرکزونو له لارې پراخ شي.

له پاکستان تحریکِ طالبان څخه د افغانستان د طالبانو د حکومت د ملاتړ په اړه د پاکستان د ادعا په ګډون د امنیتي مسئلو پر سر د اسلام اباد او کابل ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.

 

 

ټیګونه