په پاکستان کې د قایداعظم د زوکړې ۱۴۷ کلیزه په پرتم سره لمانځل کیږي
د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر اونورو سیاسی او پوځي مشرانو پخپلو جلاجلا پیغامونو کې ووئيل، د پاکستان ترقي او ملی وحدت او یووالی د قاید اعظم په کردار او رول باندې په عمل کولو سره او دغه راز د هغوي د فرمانونو په اجرا کولو سره ممکن دی باید دخپل ملی او اسلامی یووالي په ساتلو سره د یووالی او پرمختګ لپاره د خپلو خداي بخښلو رهبرانو پر لارې تلل اړین دي .
زمونږخبریال د دینا نیوز له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بنسټګر قاید اعظم محمد علی جناح د زوکړې ۱۴۷ کلیزه په د رست هیواد کې په پرتم سره لمانځل کیږي او په کراچۍ کې د هغه پر مزار ځانګړي دستورې ترسره شوي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي ددغې ورځې پیل په اسلام اباد او د څلورو و اړو صوبو په مرکزونو کې دتوپونو د ډزو په سلامۍ سره پیل شوي او په دې مناسبت په جوماتونو او عبادتځایونو کې د اسلامی امت د یووالي او اتحاد او په تیره بیا د پاکستان د ملت د امنیت او ثبات لپاره دعاګانې شوي دي .
په کراچۍ کې د محمد علی جناح پر قبر دعاګانې وشوې او د دغه هیواد درو واړو ځواکونو دستو ورته سلامي وړاندې کړه اوا پر قبر هم د ګلانو څادر او ګیډۍ کیښودل شوې .
په دې مناسبت د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر اونورو سیاسی او پوځي مشرانو پخپلو جلاجلا پیغامونو کې ووئيل، د پاکستان ترقي او ملی وحدت او یووالی د قاید اعظم په کردار او رول باندې په عمل کولو سره او دغه راز د هغوي د فرمانونو په اجرا کولو سره ممکن دی باید دخپل ملی او اسلامی یووالي په ساتلو سره د یووالی او پرمختګ لپاره د خپلو خداي بخښلو رهبرانو پر لارې تلل اړین دي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د پاکستان ملت ته د یووالي او اتحاد په دعاګانو سره مبارکي وائي .