هندوستان له بلوچ وسله والو سره مرستې کوي
(last modified Tue, 02 Jan 2024 01:35:17 GMT )
Jan 02, 2024 06:05 Asia/Kabul
  • هندوستان له بلوچ وسله والو سره مرستې کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان موقته لومړي وزیر انور الحق کاکړ پرون په لاهور ښار کښې یوه خبري کانفرنس ته په وینا کښې وویل د بلوچستان صوبې له وسله والو ډلو سره د هندوستان جاسوسۍ اداره را(RAW) مرستې کوي چې په پاکستان کښې ترهګر اقدامات ترسره کړي.

کاکړ هغو کسانو ته په وینا کښې چې غواړي چې وسله وال کسان محکمو او عدالتونو ته حاضر کړي وویل په پاکستان کښې تراوسه په ترهګرو حملو کښې نوي زره(۹۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي خو تراوسه نهه کسان هم مجرم نه دي پیژندل شوي.

د پاکستان موقته لومړي وزیر انور الحق کاکړ وویل د جنايي عدالت نظام(criminal justice system)  صحیح نه دی.

هغه وویل په پاکستان کښې وسله وال کسان له هندوستان څخه د پیسو له ترلاسه کولو وروسته له اتیاو څخه تر نوي پوري کسان وژني.

کاکړ وویل زه دا خبره کوم چې وسله وال کسان دغه ټولې وژلې د هندوستان د جاسوسۍ ادارې را لخوا د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کښې ترسره کوي.

د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ په اسلام اباد کښې د بلوچ مظاهره چیانو د پولیسو په چلند باندې د نظر په څرګندولو سره اعتراف وکړ باید داسې کار نه وائ ترسره شوی.

هغه وویل بلوچ مظاهره چیانو په اسلام اباد کښې په پولیسو کاڼي وویشتل او په ځواب کښې پولیسو  د مظاهره چیانو پرضد له کوتکو او اوبو شیندلو څخه کار واخیست.

کاکړ دغه راز په هغو کسانو سخته نیوکه وکړه کوم چې په اسلام اباد کښې په بلوچ مظاهره چیانو باندې د اوبو شیندل د فلسطین د غزې تړانګې له حالت سره پرتله کوي.

هغه وویل په بلوچستان صوبې کښې د بلوچ ازادي غواړي پوځ ، د بلوچ ازادۍ جبهې او د بلوچ ریپبلیکن پوځ په نوم وسله والې ډلې شته کوم چې د پاکستان د حکومت پرضد په وسله وال جنګ باندې اعتقاد لري.

د پاکستان لومړي وزیر کاکړ وویل دغو بلوچ ډلو کابو پینځه زره کسان وژلي دي او زیاته یې کړه مونږ د اعتراض کولو حق منو خو له بلوچ کورنیو سره د اړونده کسانو ترهګر اقدامات نه منو.

 

ټیګونه