پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.
جیلاني په اسلامآباد کې له خپل ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان سره په یوې ګډې خبري ناسته کې ویلي چې دواړه ګاونډي هېوادونه ډېر ژر وتوانېدل، څو په خپل منځ کې رامنځته شوی ناسمپوهاوی حل کړي.
له بلې خوا امیرعبداللهیان ویلي چې تهران او اسلاماباد د دواړو هېوادونو پولې په اقتصادي او د پولې د دواړو غاړو خلکو د هوساینې پر پولو د بدلولو لپاره «ګډ لیدلوری» لري.
د نوموړي په خبره، پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته، دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
په دې روان زیږدیز کال پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر دا دویم سفر وو.