پاکستان سبا ورځ(د فرورۍ په اتمه نیټه) د عمومي انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کښې:-
(last modified Wed, 07 Feb 2024 08:36:58 GMT )
Feb 07, 2024 13:06 Asia/Kabul
  • پاکستان سبا ورځ(د فرورۍ په اتمه نیټه)  د عمومي انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کښې:-

د سیاسي ګوندونو او د کاندیدانو لپاره د تبلیغاتو د وخت په ختمیدا سره د پاکستان د سبا ورځې د څوارلسمو عمومي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي.

په دغو انتخاباتو کښې د پاکستان څلورڅلویښت ځايي او عمومي سیاسي ګوندونه د ملي پارلمان د دوه سوه دوه اویا څوکیو د ګټلو لپاره چې اویا څوکۍ  یې اقلیتونو او ښځو ته بیلې دي سیالۍ کوي.

د مسلم ګوند نوازشریف څانګه ، پیپلز ګوند او تحریک انصاف ګوند د پاکستان په عمومي انتخاباتو کښې درې اصلي سیال ګوندونه ګڼل کیږي.

هغه سیاسي ګوند چې په دریو کښې دوه برخې څوکۍ وګټي نو کولای شي د لومړي وزیر په ټاکلو سره راتلونکی حکومت هم جوړ کړي په بله بڼه کښې به ائتلافي حکومت جوړ شي.

سره له دې د انتخاباتو د تبلیغاتو د بهیر راپورونه وايي سیاسي ګوندونه نه دي توانیدلي په ټول پاکستان کښې په یوسل اتویشتو میلیونه خلکو کښې چې د رایو د ورکولو شرایط لري ضروري ولوله رامینځته کړي چې وکولای شي رایې ترلاسه کړي.

د سیاسي مسائیلو کارپيژاند« احمد منصور خان» په دې هکله وايي د پاکستان په انتخاباتو کښې رایې ورکونکي باوري دي چې د هیواد لومړی وزیر له مخکې څخه ټاکل شوی دی او د همدې مقصد لپاره  نوازشریف له جلاوطنۍ څخه وروسته له لندن څخه اسلام اباد ته ورستون شوی دی.

د  پاکستان د انتخاباتو په هکله د رایو ورکونکو دغه تفکر ډیر اغیز شیندونکی دی او شاید ویلی شو چې د ځینو رایو ورکونکو چې له سیالۍ څخه د ډکو  انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتونکي دي د انګیزې د له مینځه تلو سبب دي.

له دې کبله د پاکستان سیاسي ګوندونه د سبا ورځې پارلماني انتخابات غیر قانوني ګڼي ځکه چې تحریک انصاف ګوند چې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې او د پیپلز ګوند د دویزو سیاسي ګوندونو اصلي سیال ګڼل کیږي نه یوازې د خپل ګوند له نښې څخه له استفادې څخه منع شوی بلکې د دغه ګوند مهم مشران هم په زندان کښې دي.

د پاکستان د سبا ورځې په  عمومي انتخاباتو کښې ځايي انتخابات، د ملي پارلمان(نیشنل اسمبلۍ) او د څلورو صوبو انتخابات شامل دي او یوسل اتویشت میلیونه او پینځه لکه اته پنځوس زره او اوه سوه شپیته کسان د رایو د ورکولو شرایط لري چې څه د پاسه نهه اویا میلیونه او دوه لکه درې شپیته یې سړي او څه د پاسه نهه پنځوس میلیونه او درې لکه دوه دیرش زره نور یې ښځې دي.

د پاکستان د حکومت د اعلان پراساس د بیلابیلو هیوادونو دوه نوي(۹۲) نړیوال څارونکي د انتخاباتو په بهیر څارنه کوي.

د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د انتخاباتو شعار د پرمختګ او د امنیتي او د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره هڅه ده او د تحریک انصاف د انتخاباتو شعار له بهرنۍ لاسوهنې سره د مقابلې کولو او  د خپلواکه بهرني سیاست د غوره کولو له لارې په پاکستان کښې د نوي انقلاب رامینځته کول او د بدلونونو د بهیر اجرا کول، د اقتصادي حالت ښه کول او له ترهګرۍ سره جدي مبارزه کول دي او پیپلز ګوند هم په سیند صوبې کښې په تیرو پینځو کلونو کښې د خپل پخواني حکومت اقداماتو ته په اشارې سره د بیخ بنايي پروژو د اجرا کولو ، د اړمنو پرګنو لپاره د کورونو   د تامینولو او له خیریه بنسټونو سره د مرسته کولو شعار غوره کړی دی.

البته د مسلم لیګ  ګوند د نواز څانګې ، د پیپلز ګوند  او د تحریک انصاف ګوند په څنګ کښې د جماعت اسلامي، د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې ، د متحده قومي موومنټ او د پاکستان د نورو سیاسي او د مذهبي ګوندونو په شمول د نورو ګوندونو په شتون او سیاسي فعالیت هم باید سترګې پټې نکړو کوم چې په عادلانه او شفاف ډول د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتونکي دي.

په هر حال که څه هم په دودیز ډول د پاکستان عمومي انتخابات د نوازشریف او د بوټو زرداري د دوو سترو کورنیو تر اغیز لاندې دي خو تحریک انصاف ګوند په تیر پړاو کښې په پنجاب صوبې کښې په بریالیتوب سره چې په دودیز ډول د مسلم لیګ نوازشریف څانګه هلته سلطه لري او دغه راز عمومي انتخاباتو وښودله چې تحریک انصاف  د پيپلز او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې لپاره جدي او سخت سیال ګڼل کیږي.

له دې کبله د پاکستان د انتخاباتو ستر غایب عمران خان ګڼل کیږي چې په زندان کښې دی.

البته د پاکستان په سیاسي بدلونونو کښې د پوځ په رول باید سترګې پټې نکړو او ځینې شناندي د پاکستان پوځ په هیواد کښې د دریم ګوند په توګه ګڼي او د پوځ له ملاحظاتو پرته په پاکستان کښې هیڅ سیاسي پیښه نه رامینځته کیږي.

 

ټیګونه