د پاکستان الیکشن کمیشن تایید شوي نتایج برابروي
(last modified Fri, 09 Feb 2024 00:48:08 GMT )
Feb 09, 2024 05:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان الیکشن کمیشن تایید شوي نتایج برابروي

پرون په ټول پاکستان کښې د قومي او صوبايي اسمبلیو(پارلیمانونو) د استازو د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شول.

د پاکستان د ټاکنو کمیشن وايي چې د ځینو سرچینو او خبري چینلونو له خوا د انتخاباتو خپرې شوې پایلې سمې نه دي.

د یاد کمیشن سرچینو ویلي چې د تایید شویو نتایجو په برابرولو بوخت دی او ډیر زر به یې اعلان کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان تحریکِ انصاف مشر ګوهر علي خان ادعا کړې چې ګوند یې په انتخاباتو کښې د ۱۵۰ چوکیو په ګټلو سره په مرکز کښې او همداشان پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کښې حکومت جوړوي.

هغه جیو نیوز ته په مرکه کښې حتی دا هم ویلي چې تحریکِ انصاف ګوند تراوسه دا فیصله نه ده کړې چې څوک وزیراعظم جوړ کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان مسلم لیګ مشر نواز شریف چې د انتخاباتو ګټلو ته ډیر هیله مند و، د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو په وخت د وینا لپاره بیګا له خپلې لور مریم نواز او ورور شهباز شریف سره په لاهور کښې د ماډل ټاؤن سیکرټریټ ته تلی و خو له وینا کولو پرته له هلته نه ستون شوی دی.

د ویلو ده چې د پاکستان الیکشن کمیشن له خوا د سراسري ټاکنو پایلې تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوې.

 

ټیګونه