د پاکستان انتخابات د رایو د نتایجو په تمه، د ګټونکي په هکله ګونګوسې په زیاتیدو دي
(last modified Sat, 10 Feb 2024 08:52:36 GMT )
Feb 10, 2024 13:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان انتخابات د رایو د نتایجو په تمه، د ګټونکي په هکله ګونګوسې په زیاتیدو دي

د پاکستان د قومي او صوبایي اسمبلیو انتخاباتو تیره پنجشنبه(د فرورۍ په اتمه) ترسره شول، خو پایلې یې تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوې خو تحریکِ انصاف او مسلم لیګ-ن دواړه د زیاتو چوکیو د ګټو ادعا کوي.

د پاکستان د قومي او صوبایي اسمبلیو انتخاباتو تیره پنجشنبه(د فرورۍ په اتمه) ترسره شول، خو پایلې یې تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوې خو تحریکِ انصاف او مسلم لیګ-ن دواړه د زیاتو چوکیو د ګټو ادعا کوي.

د ټاکنو د رسمي نتایجو په اعلان کښې د پاکستان د انتخاباتو د ملي کمیشن ځنډ سبب شوی چې د په دې وروستیو کښې د څنګته کړې شوي وزیراعظم عمران خان اړونده تحریکِ انصاف او د محمد نواز شریف په مشرۍ د دغه هیواد د مسلم لیګ ګوند نواز څانګه په ملي پارلیمان کښې د اکثریت سیتونو د ګټلو ادعا وکړي. پي، ټي،  آيي یعنې پاکستان تحریکِ انصاف مدعي دی چې د قومي اسمبلۍ ۱۵۲ چوکۍ د دوي کسانو ګټلې دي.

د پاکستاني رسنیو له خوا خپرې شوې غیررسمي پایلې هم ښودنه کوي چې د پاکستان تحریکِ انصاف ، مسلم لیګ نواز اوهمداشان د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پیپلز پارټۍ په شمول درې واړه ګوندونه د بري او د حکومت د جوړولو چانس لري.

د پاکستان ملي پارلیمان(قومي اسمبلي) ۳۳۶ چوکۍ لري خو یوازې ۲۶۶ استازي یې نیغ په نیغه د خلکو په رایو غوره کیږي. پاتې ۷۰ کرسۍ د ښځو او مذهبي اقلیتونو لپاره دي.

 

 

ټیګونه