عمر ایوب به د پاکستان د لومړي وزارت کاندید شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه مشر اسد قیصر د پنډۍ په اډیاله زندان کښې د خپل ګوند له بنسټګر عمران خان سره له خبرو وروسته له رسنیو سره په مرکه کښې وویل د تحریک انصاف عمومي منشي عمر ایوب به د راتلونکي لومړي وزیر د جوړیدا لپاره د دغه ګوند کاندید وي.
هغه وویل عمران خان به نن ناوخته د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه په انتخاباتو کښې د درغلۍ پرضد په ټول هیواد کښې د مظاهرو د ترسره کیدا غوښتنه اعلان کړي.
اسد قیصر وویل عمران خان ماته دغه دنده سپارلي ده له هغو ټولو سیاسي ګوندونو سره تعامل ولري کوم چې د پاکستان د پارلمان د انتخاباتو په نتیجې اعتراض لري.
د ویلو ده چې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام فضل الرحمان څانګه ، عوامي نیشنل پارټۍ او قومي وطن ګوند د انتخاباتو په نتیجو اعتراض لري.
بل خبر دا چې د تحریک انصاف د یوه مشر اسد قیصر ورور حکیم الله د خیبر پښتونخوا صوبې د پارلمان د مشرۍ لپاره کاندید کړی شوی.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل چې د پاکستان د انتخاباتو پروسه یوه خپلواکه چاره ده.
هغې وویل د پاکستان د انتخاباتو پروسه یوه کورنۍ خپلواکه موضوع ده.
زهرا بلوچ د فرورۍ د اتمې نیټې انتخاباتو ته د نړۍ د هیوادونو د غبرګون په هکله پوښتنو ته په ځواب کښې وویل په دغو انتخاباتو کښې په میلیونونو رایو ورکونکو ګډون وکړ.