د سولې پایپ لاین اجرا ته د ایران او پاکستان کلک  هوډ
(last modified Fri, 23 Feb 2024 10:23:08 GMT )
Feb 23, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • د سولې پایپ لاین اجرا ته د ایران او پاکستان کلک  هوډ

د ایران د اسلامی  جمهوریت د تیلو وزیر  پاکستان ته د سولې د پایپ لاین یعني د له ایرانه د ګیسو د پایپ لاین د اجرا لپاره د اسلام اباد او تهران د  چمتووالي خبر و رکړ.

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي  دحکومتي کابینې د غونډې په څنډې کې  پاکستان ته له ایرانه د ګیسو د پایپ لاین  داجرائي مرحلو په باب ووئيل،  دا یران په جنوب ختیځ کې تر چابهار پورې دپه  جنوب کې  د:عسلویه د پایپ لاین په بشپړ ولو او پیاوړي کولو سره ، دایران او پاکستان ترمینځ د تړون په اساس ، پاکستان ته د دغه ګیس د یوې برخې  دمنتقلولو زمینه برابره شوې ده. هند براعظمګي ته  دایران د ګیسو د پایپ لاین دمنتقلولو په عنوان سره  پاکستان ته دا یران د ګیسو د  منتقلولو تړون  لس کاله مخکې لاسلیک شوی دی،خو پاکستاني لوري د ایران په ضد دلویدیځي بندیزونو په پلمه ،  دا تر دې دمه اجرا کړی نه دی. په عین حال کې  ددواړو هیوادونو دمسئولانو په  وروستیو  خبرواترو کې ، پاکستاني لوري  ددغه تړون داحیاء لپاره خپله ګروهنه اعلان کړې ده.

دپاکستان رسندویو تیره اونۍ  د دغه هیواد دپانګونې د آسانولو د شورا له قوله  وئيلي  دي چې اسلام اباد  فیصله کړې ده ،څو  له لس کلنې وقفې وروسته  له ایران سره  د ګیسو د پایپ لاین  پروژه  په دوو مرحلو کې بشپړکړي. ټاکل شوې ده ، په پیل کې  ددغه ۷۸۱کلومیټره پایپ لاین  لومړۍ مرحله  چې ۸۱کلومیټره ده ، له ګوادره  د ایران تر پولې پورې جوړه کړي او ورپسې مرحلې کې به دغه پایپ لاین له نواب شاه سره وصل شي. د ایران او پاکستان د ګیس په تړون کې  ددغه تړون د الټی میټم په توګه  ۲۰۱۴ کال ټاکل شوی ؤ ، البته ایران ددغه الټیم میټم  ډیر مخکې پخپلې ژمنې عمل وکړ او پاکستان ته د ګیس پایپ لاین ئې  ددغه هیواد تر پولې نزدې پورې جوړ کړ.  په مقابل کې پاکستاني لوري ددغه تړون د لاسلیک کیدا  له  کابو یوه لسیزې  تیریدا سره سره ،د امریکا د بندیزونو په پلمه ، تراوسه پورې دخپلو ژمنتیاؤ د اجرا لپاره  هیڅ اقدام  نه دی کړی . سره له دې ، ایران ددغه پایپ لاین  د بشپړتیا ل  پاره  د پاکستان مهلت د ۲۰۲۴ کال  ترستمبر پورې تمدید کړ او وټاکل شوه چې  اسلام اباد که تر دې نیټې پورې  د پروژې په بشپړولو کې بریالی نشي ، نو باید  ایران ته  ۱۸میلیارډ ډالري ګرَمه  ورکړي .  ددغه تړون د مادو په اساس،  پاکستان  د خپلو ژمنتیاؤ د نه ترسره کولو   جرمانه ورکولو ته پابند دی ، خو د ایران اسلامی جمهوریت تراوسه پورې ښه ګاونډيتوب ته په پام سره ، له پاکستاني لوري څخه  دجرمانې د  اخستو لپاره کوم حقوقي اقدام نه دی کړی.

 په همدې ارتباط  د انرژۍ دچارو یو کارپوه  علی خطیبي  وائي، دپاکستان   واکوالان دایران په ضد د امریکا دبندیزونو دموضوع په رامینځةکولو سره  هڅه کوي ، د خپلو ژمنو په نه اجرا کولو کې له خپلې خوا د ځنډ  لپاره  پلمې لټوي او داپه داسې حال کې دي چې  د اسلام اباد حکومت  د واشنګټن د بندیزي دباؤنو  په وړاندې د خپل ملی حاکمیّت  له حقه ددفاع لپاره  هیڅ اقدام  نه کوي او یوازې  د سولې د پایپ لاین دا جرا لپاره یوازې په خپلې ګروهنې  ښودلو سره هڅه کوي ، له داخلی نیوکو  ځان وژغوري.

پخپل لویدیځي  ګاونډ کې ،یعني د ایران د اسلامی جمهوریت  د انرژۍ له لویو سرچینو  څخه د پاکستان  خودساخته محرومیّت  او  د ایران د ګیسو دپایپ لاین  تړون ته په موقعې نه ژمنتیا، هغه غوره دلیلونه دي  چې  دانرژۍ زیاتره کارپیژاندي او کارپوهان  دا  په پاکستان کې  د انرژۍ د بحران او د صنعت ځوړتیا  په زیاتیدا کې  اغیزشیندونکي ګڼي . دپاکستان داقتصادي شناندو په اند، د پاکستان په برخې کې د  ایران د ګیسو د پایپ لاین  بشپړتیا نه یوازې  له دغه هیواد سره مرسته کولی شي څو  د انرژۍ  مخ په وده زیاتیدونکي غوښته  پاي ته ورسوي، او دخپلو ګیسو د کمښت بحران ختم کړي، بلکې  له قطر څخه  د مایع ګیس  د واردولو پشمول  له مختلفو لارو څخه  دخپلې اړتیا وړ  انرژۍ دتامینولو لپاره  له ډيرو زیاتو لګښتونو  څخه  دغه هیواد بې نیازه  کولی شي. همداراز  له پاکستان سره د ایران د  دګیسو دپایپ لاین په ګنډلو سره به ، هند براعظمګي ته   د ایران د  ګیسو د پایپ لاین یا هماغه د سولې د پایپ لاین په نامې سره د اصلي پروژې  دتحقق زمینه برابره شي.  په همدې دلیل  تهران  له درې لسیزو مخکې راهسې په دې اند دی  چې د سولې د پایپ لاین په اړه د سیمې د هیوادونو ملګرتیا په هند براعظمګي کې  دسولې او امنیت   له پیاوړتیا سره  مرسته کولی شي. په عین حال کې  د پاکستان او هندوستان  د ډیر کم توجه په دلیل په تیره بیا  پخپلو کې د اسلام اباد او نوي ډيلی دښمنۍ ددغه لوئې  او مهمې پروژې  ډپوره کیدا خنډ شوې ده. دا په داسې شرائطو کې ده چې ایران  دخپلې موافقې او ژمنتیا په اساس  له پاکستان سره تر دې دمه  ددغې لوئې پروژې لپاره  څه دپاسه دوه میلیارډ ډالر لګولي دي.

 

ټیګونه