د پاکستان تحریک انصاف په ټول هیواد کښې مظاهرې کوي
(last modified Wed, 28 Feb 2024 00:52:02 GMT )
Feb 28, 2024 05:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان تحریک انصاف په ټول هیواد کښې مظاهرې کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف یوه مشر« شیر افضل مروت» وویل د ګوند مشر عمران خان چې په زندان کښې دی غواړي چې د هیواد خلک د فرورۍ د میاشتې د اتمې نیټې په انتخاباتو کښې د درغلۍ پرضد د اعتراض د څرګندونو لپاره د مارچ د میاشتې په دوهمه نیټه په ټول هیواد کښې مظاهرې وکړي.

هغه وویل عمران خان ما ته د مظاهرو د مشرۍ کولو مسوولیت راسپارلی دی.

په اسلام اباد کښې به مظاهرې د ورځې له یولسو بجو څخه پیل شي او په ایف ناین سیمه کښې به خلک راغونډ شي او بیا به نیشنل پریس کلب ته ولاړ شي.

دغه رازد پاکستان ستر ډیموکراټیک ائتلاف یعني ګرینډ ډیموکراټیک الاینس ، جماعت اسلامي او  جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې د نویو انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده او خبرداری یې ورکړی که چیرې نوي انتخابات ترسره نشي نو د فرورۍ د میاشتې د اتمې نیټې په انتخاباتو کښې د درغلې او ټګۍ پرضد به خپل اعتراضونه زیات کړي.

 

ټیګونه