د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان او شاه محمود قریشي برائت
(last modified Tue, 04 Jun 2024 13:11:39 GMT )
Jun 04, 2024 17:41 Asia/Kabul
  • د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان او شاه محمود قریشي برائت

د پاکستان سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې برائت ورکړی دی.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلام د سترې محکمې لوړپوړی قاضي عمر فاروق او قاضي میانګل حسن اورنګزېب د عمران خان او شاه محمود قريشي د غوښتنې له منلو وروسته، د دوی د برائت حکم صادر کړ.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې د دغو قاضیانو په لنډه پریکړه کې راغلي، که تورن کسان په نورو قضیو کې بندیان نه شي، نو خوشې به شي.

عمران خان او شاه محمود قریشي د روان کال په جنورۍ میاشت کې په دې قضیه کې په لس کاله بند محکوم شول. که څه هم دوی ته په دې قضیه کې برائت ورکړل شوی، خو په نورو قضیو کې د محکومیت له امله، لا هم په بند کې دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر د دولتي سوغات پلورلو په قضیه کې په څوارلس کاله بند او د غیر قانوني واده په قضیه کې په اوه کاله بند محکوم شوی دی. د عمران خان مېرمن بشرا بي بي هم په دې قضیو کې مجرمه ثابته شوې او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې ده.

ټیګونه