پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې
(last modified Thu, 20 Jun 2024 08:33:50 GMT )
Jun 20, 2024 13:03 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې، په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه ویلي، که څه هم موږ هیله درلوده چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته به، په دغه هېواد کې سوله رامنځته شي، خو لا هم تر لسو زیاتو ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

دراني ویلي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، خپل بريدونه ترسره کوي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان په دې برخه کې د نه انکار وړ شواهد وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي وو چې اسلام آباد د پاکستاني طالبانو له خوا د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو په اړه اندېښمن دی. هغه دا ادعا هم کړې چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې له خپلو خوندي پټنځایونو څخه په استفادې، په پاکستان کې دننه وژونکي بریدونه کوي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او د پخواني افغان پوځ جنګي تجهیزات، د افغانستان په ځینو برخو کې پېرل او پلورل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.  خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د دوحې د درېیمې ناستې په اړه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، هیله من یو چې دا ناسته به د افغانستان د ستونزو د حل پیلامه وي. د ترورېزم د مسلې ترڅنګ، هیله لرو چې د ملګرو ملتونو چارواکي به دې اندېښنو ته پام وکړي. همدارنګه هیله لرو چې د هېوادونو ګډون به، په افغانستان کې د بشري ناورین په کمولو کې مرسته وکړي.

دراني له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په اړه هم خبرې کړي دي. هغه په دې اړه ویلي چې، دغه ایستل شوي کډوال ناقانونه افغانان وو، چې د اوسېدو کره اسناد يې نه درلودل. د هغه په ​​وينا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال مېشت دي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د یوه ټولګدونه حکومت د جوړولو په اړه هم ویلي، چې افغانان باید پخپله په دې اړه پرېکړه وکړي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د اسلام آباد او کابل تر منځ هېڅ ډول تاوتریخوالی نشته او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې ګډ مسایل شته، چې ورته رسېدنه کېږي.

ټیګونه