پر افغانستان د برید لپاره د پاکستان ګواښونه "احمقانه" دي
(last modified Sat, 06 Jul 2024 02:07:32 GMT )
Jul 06, 2024 06:37 Asia/Kabul
  • پر افغانستان د برید لپاره د پاکستان ګواښونه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه د پاکستان حکومت او پوځ ته په یو پیغام کې ویلي، چې اسلام آباد به د افغان طالبانو له ملاتړ پرته د ترهګرۍ ضد جګړه ونه ګټي.

عمران خان ویلي، پاکستان دې په عاجله توګه د افغان طالبانو له حکومت سره اړیکي ورغوي.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د شهباز شریف د حکومت پر تګلارې نیوکه کړې. هغه ویلي چې پر افغانستان د برید لپاره د پاکستان ګواښونه "احمقانه" دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي چې عمران خان د دې عملیاتو مخالفت کړی دی.

ښاغلي خان ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد د عزم استحکام په عملیاتو کې بریا د طالبانو د حکومت له ملاتړ پرته ممکنه نه ده.

د پاکستان پوځ او حکومت په دې وروستیو کې د اورپکو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي. د پاکستان یو شمېر سیاسي څېرو او سیاسي ګوندونو له دغو عملیاتو سره مخالفت کړی دی.

ټیګونه