له ایران سره د لاسلیک شویو موافقو پر تعقیب او اجرا د پاکستان ټینګار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له اسلامي جمهوریت سره د لاسلیک شویو موافقو پر تعقیب او اجرا ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ وویل چې پاکستان ته د ایران د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي ګډ تړونونه به، په تهران کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته تعقیب شي.
سناتور محمد اسحاق ډار زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د ایران د پخواني ولسمشر له مړینې وروسته هم له ایراني سیاستوالو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړی او په دې لټه کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې موافقې عملي شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او حملو په غندلو سره وویل چې اسلام آباد د یوه خپلواک فلسطیني دولت لپاره د فلسطینیانو د مشروع مبارزې ملاتړ ته دوام ورکوي او په عین حال کې به په سیمه ایزو او نړیوالو فورمونو کې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړي.