په پاکستان کې د اسلام د ګران پیغمبر داهل بیت(ع)د ویر او ماتم میاشت
(last modified Wed, 10 Jul 2024 09:19:05 GMT )
Jul 10, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • په محرم کې د پاکستان د خلکو ویر او ماتم
    په محرم کې د پاکستان د خلکو ویر او ماتم

پارس ټوډې – د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر د عاشورا د واقعې په درنښت سره په جلاجلا پیغامونو کې،پر الهی آرمانونو او دحضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون پر اخلاقي ځانګړنو ټينګار وکړ.

د محرم الحرم میاشت د پاکستان په اسلامی ټولنې په تیره بیا ددغه هیواد د نورو مذهبونو په پیروکارو کې  له لوړ احترامه برخمنه ده.

پارس ټوډې  خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د محرم میاشت د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د یوه لمسي حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په غم کې  د اهل بیت علیهم السلام  د میلیونونو پیروکارو د غم او ویر میاشت ده . د  پاکستان له ترټولو شمالی سیمې رانیولې  ترټولو جنوب پورې ترسیمو پورې ددغه هیواد مسلمانان  د محرم  دمیاشتې له لومړۍ تر دیارلسمې نیټې پورې د ویر او ماتم او عزادارۍ دستورې جوړوي. او دغه دستورې په پرتم او ولولې  سره نن سبا روانې دي . په دغې میاشتې کې مذهبی مشران  د قربانۍ، سرښیندنې، له ظلم سره دمقابلې ، د مسلمانانو دوحدت  او له تفرقې او افراط پالنې سره د هوښیارې مقابلې په څیر د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون پر فلسفې  ویناوې او ټينګارونه کوي.

د  اهل تشیّع  له ټولنې  چې ورتیر شو، د نورو دینونو پیروکار په تیره بیا  په پاکستان کې  مسحیان ، او هندوان هم ددغه هیواد په ځينو ښارونو کې حضرت امام حسین علیه السلام سره د مینې  او ارادت او د محرم دمیاشتې په احترام سره  ددغې میاشتې په مذهبی د مذهبی دستورو په نذرونو   برابرولو او ویشلو کې  ځانونه شریکوي.

 په محرم کې د پاکستان د خلکو ویر او ماتم

 

د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري او د لومړي وزیر شهباز شریف دنوي قمری کال او د محرم دمیاشتې د پیلیدا په مناسبت پخپلو جلا جلا پیغامونو کې په کربلا کې د حضرت  امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار وفادارو ملګرو ته د احترام په کولو سره  د عاشورا واقعه  د باطل په ضد د حق د  جنګ بیلګه وبلله.

 د پاکستان د مشرانوپه پيغام کې ټينګارشوی دی،چې حضرت سیدالشهد(ع)  او د هغه پاک اهل بیت(ع)د اسلام دارزښتونو ددفاع لپاره خپل پاک او مقدس  ځانونه قربان کړل او دغه سرښیندنې او قربانۍ باید د وحدت ،یووالي، عدالت او له ظلم او افراط سره د مقابلې لپاره ددرستو مسلمانانو لپاره  دکار سرمشق وګرځي.

 په محرم میاشت کې د پاکستان  خلکو ویر او ماتم دستورې

 

همداراز  دمحرم په شپو ورځو کې په پاکستان کې  د اسلام اباد پشمول د محرم دمیاشتې په احترام،د حضرت امام حسین(ع) دپاڅون او دمشرتکه دښمنانو له دسیسوسره دمقابلې  په تیره بیا دتفرقې او افراط پالنې په نسبت د هوښیارۍ لپاره د ټولنې د وحدت د ضرورت د بیانولو په عنوان سره په مختلفو ښارونو کې مختلف سمینارونه او کنفرانسونه ترسره کیږي.

دوئيلو ده،د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ  اوویر د میاشتې له پیلیدا سره په یووخت دعراق عتبات مقدسه او دایران د اسلامی جمهوریت  زیارتونو ته د پاکستان دزیارتوالو  سفرونه  اوج ته رسیږي. په لسګونو زره خلک  له پاکستانه د اوږدو لارو په  کچ کولو  سره ځانونه د ایران مشهد اوقم مقدسو ښارونو ته رسوي  او بیا کربلا معلی او نجف اشرف ته روانیږي او دغه راز له هوائي لارو هم په زرګونو زیارتوال  دغو مقدسو ځایونو ته ځانونه رسوي.

 

ټیګونه