په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي مړینه
(last modified Thu, 11 Jul 2024 10:51:45 GMT )
Jul 11, 2024 15:21 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي مړینه

پېژندل شوی شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی، ګیله من وزیر، چې د چاقو د برید او د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستري وو، په اسلام آباد کې ساه ورکړه.

پاکستاني رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د سرچینو په حواله  د ګیله من وزیر مړینه تایید کړې ده. پر نوموړي د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې برید وشو او سخت ټپي شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو، چې که پاکستاني پولیس د دغه برید عاملین پیدا نه کړي، دا به په ډاګه کړي، چې حکومت په دغه برید کې لاس لري.

ټیګونه