د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی دی
(last modified Thu, 18 Jul 2024 10:13:25 GMT )
Jul 18, 2024 14:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی دی

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا صوبې کې پر پوځي اډې د وروستي برید په غبرګون کې، په اسلام آباد کې د سرپرست حکومت د سفارت مرستیال احضار کړی دی.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه برید په اړه خپل سخت اعتراض د افغانستان د سفارت مرستیال ته وړاندې کړی دی. اعلامیې زیاته کړې چې، دوی له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د مېشتو ملیشو پر ضد چې د دوی په خبره، پر دغه پوځي اډې د وروستي برید عاملین دي، اقدام وکړي.

د دې برید مسئولیت د حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه اخیستی دی. پاکستان ادعا کوي چې دغه ډله په افغانستان کې فعالیت کوي او په پاکستان کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې د سلګونه ملکي وګړو او امنیتي چارواکو د وژل کېدو مسئول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا ډول پېښې د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو خلاف دی او دا برید د سیمې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ د جدي ګواښ یادونه کوي.

ټیګونه