د اسرائیلو لومړی وزیر ترهګر دی
(last modified Sun, 21 Jul 2024 09:30:46 GMT )
Jul 21, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر ترهګر دی

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یو «ترهګر» دی.

د پاکستانۍ ډان نیوز ورځپاڼې په حواله؛ د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یوه «ترهګر» په توګه وپېژني او له نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل چې همدا کار  وکړي.

د دغه رپوټ له مخې، په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلاکار رانا ثناء الله، د پاکستان له تحریک لبیک ګوند سره د موافقې خبر ورکړ چې د قدس د اشغالګرو کابینه او نتانیاهو د ترهګرو په توګه اعلان کړي.

په دې اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلاکار وویل: له نړیوالې ټولنې هم غوښتل کېږي چې دغه ډول پرېکړه وکړي. د پاکستان تحریک لبیک ګوند هم د غزې په ملاتړ مظاهرې کړې دي.

 

ټیګونه