د امریکا د مداخلو دوام او د ګازو د رسولو په اړه د پاکستان برخلیک ټاکونکې پرېکړه
(last modified Wed, 04 Sep 2024 11:52:17 GMT )
Sep 04, 2024 16:22 Asia/Kabul
  • د امریکا د مداخلو دوام او د ګازو د رسولو په اړه د پاکستان برخلیک ټاکونکې پرېکړه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په مداخله کوونکو څرګندونو کې اعلان وکړ، چې واشنګټن پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژې د بشپړولو په لټه کې ونه اوسي.

مټیو میلر ادعا وکړه چې امریکا پر ایران د بندیزونو لګولو ته دوام ورکوي او هغو کسانو ته چې غواړي له ایران سره معامله وکړي،  د هغې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

هغه په ​​داسې حال کې چې د ایران په خلاف د امریکا د بندیزونو د دوام خبره کوي، د امریکا د دغو بندیزونو د طرحه کوونکو د اعتراف له مخې، د ایران خلاف بندیزونه په عملي توګه خپل تاثیر له لاسه ورکړی او د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو په ماتولو سره، د انرژۍ سکټور په ګډون خپلې سیمه ایزې او نړیوالې سوداګرۍ ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفی قاسمي په دې اړه وايي:

"د امریکا ټولې هڅې دا دي چې ایران په مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو صحنو کې منزوي کړي، چې په دې برخه کې په بشپړه توګه ناکامه شوې ده. نو پاکستان باید د خپلو ملي ګټو او داخلي اړتیاوو په چوکاټ کې، پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د پلان بشپړولو لپاره پرېکړه وکړي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دروغجنې ادعا سره ویلي چې، د انرژۍ د کمښت په هوارولو کې له پاکستان سره مرسته، د واشنګټن د حکومت لومړیتوب دی، خو په پاکستان کې د انرژۍ د بحران دوام، چې د دغه هېواد د صنایعو پر وړاندې جدي ننګونه ده، ښيي چې امریکا نه یوازې دا چې په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی، بلکې پاکستان او د دې هېواد د خلکو برخلیک یې د خپلو دروغجنو او شخصي ګټو او سیاستونو اسیر کړی دی.

له همدې امله، پاکستان باید د دغه هېواد د حیاتي برخلیک په اړه په ځانګړې توګه، د انرژۍ او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د همکارۍ په اړه جدي تصمیم ونیسي. د ایران د ګازو د پایپ لاین د بشپړېدو په اړه، له امریکا سره د پاکستان د ملتیا او همکارۍ دوام به، نه یوازې د پاکستان لپاره د انرژۍ د بحران د دوام لامل شي، بلکې په پاکستان کې د ایران د ګازو پایپ لاین تړون د نه عملي کېدو له امله به، حقوقي پایلې هم ولري.

ایران دغه پایپ لاین په خپله خاوره کې د پاکستان تر پولې پورې غځولی، خو د پاکستان په خاوره کې د دې نل لیکې د بشپړېدو په اړه د اسلام آباد حکومت دریځ له شعارونو پرته، نور څه نه وو. له همدې امله، تهران له دې مخکې پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د تړون د ځنډولو، یا نه عملي کولو د قانوني پایلو په اړه، خبرداری ورکړی وو.

په همدې حال کې پاکستاني خبري سرچینو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې، تهران اسلام آباد ته په یوه لیک کې له پاکستان سره د ګازو د ګډې پروژې په اړه، د قضاوت نړیوالې محکمې ته د مراجعې لپاره له خپلې پرېکړې خبر ورکړی دی.

له همدې امله، پاکستان باید له ایران سره د ګازو د تړون د نه عملي کېدو د پایلو په اړه، لکه حقوقي مسایل او د انرژۍ د بحران د دوام او یا له امریکا سره د اړیکو د مصلحت په اړه، په جدي توګه پرېکړه وکړي.

په پاکستان کې د مختلفو حلقو په وینا، ایران په عمل کې په ډاګه کړې چې په پاکستان کې د انرژۍ د بحران له ویجاړوونکو پایلو اندېښمن دی او امریکا یوازې د خپلو مداخله کوونکو سیاستونو په شاوخوا کې د اسلام اباد د غولولو په لټه کې ده، چې کولای شي د اسلام آباد دولت د دې سیاستونو په اړه، په پاکستان کې د خلکو احتجاج نور هم زیات شي.

ټیګونه