عمران خان له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ
(last modified Mon, 16 Sep 2024 00:28:36 GMT )
Sep 16, 2024 04:58 Asia/Kabul
  • عمران خان له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د وړاندیز په تائیدولو سره په سرحدی سیمو کښې د ترهګرۍ په ځپلو کښې د دغه اقدام په اهمیت ټینګار وکړ.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په سرحدي سیمو کښې د ترهګرۍ د مسئلې د هواري په موخه په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرواترو د پيلولو لپاره د خیبرپښتونخوا صوبې د وزیراعلی علي امین ګنډاپور د وړاندیز ملاتړ وکړ.

هغه په دې لړ کښې ټینګار وکړ چې له خبرواترو پرته د ترهګرۍ مونډ ایستو ته هیله نه شي کیدې او د دې ښکارندې د کنټرولولو لپاره له طالبانو سره د اړیکو ښه کول ډیر مهم دي.

عمران خان خبریالانو ته وویل چې د ده د حکومت په وختو کښې په پاکستان کښې ډیرې لږې ترهګرې پیښې شوې دي او دا، په دې لړ کښې د خبرواترو او همکارۍ د اهمیت نښه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په دغه وړاندیز نیوکه کړې او ویلي یې وو چې د یوې صوبې چارواکي په یوازې سر، د یو بل هیواد له چارواکو سره خبرې اترې نه شي کولې.

عمران خان د دغو نیوکو په غبرګون کښې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې له ګنډاپور څخه ملاتړ وکړي او ترې وغواړي له طالبانو سره مذاکره وکړي.

هغه همداشان اشاره وکړه چې خیبرپښتونخوا صوبه له ترهګرۍ څخه سخته تاواني شوې او باید په مذاکراتو کښې لامستقیم رول ولرو.

 

ټیګونه