پاکستان کښې دوه فیصده خلک مزې کوي
(last modified Mon, 23 Sep 2024 11:07:44 GMT )
Sep 23, 2024 15:37 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې دوه فیصده خلک مزې کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي وویل چې په هیواد کښې دوه فیصده خلک مزې کوي.

هغه په کویټه کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل له نعمتونو سره سره د پاکستان دیرش میلیونه خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي.

د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي وویل مونږ له تیر وخت څخه هیڅ زده نکړل او مونږ تیرو سیاستونو ته دوام ورکړ او مونږ له اساسي قانون څخه انحراف کړی دی.

هغه وویل د حالاتو د ښه کیدا حل لاره عدل او انصاف دی او د ټولو ژبو احترام باید وشي او په دغه پیړۍ کښې ژبو ته اهمیت نه ورکول کیږي.

اچکزي وویل چې ټول خلک باید اساسي قانون ومني او پارلمان باید د قدرت سرچینه وي.

 

ټیګونه