د پاکستان خبري چینلونو د تهران د جمعې لمانځه ته پراخ پوښښ ورکړ
(last modified Sat, 05 Oct 2024 02:37:19 GMT )
Oct 05, 2024 07:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان خبري چینلونو د تهران د جمعې لمانځه ته پراخ پوښښ ورکړ

د پاکستان خبري چینلونو د خپلو عادي پروګرامونو په پرې کولو او په ژوندۍ بڼه په تهران کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د جمعې لمانځه د خطبو په خپرولو سره خبر ورکړ چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر له فلسطین او د مقاومت له ځواکونو څخه د پرېکنده ملاتړونو پر دوام یې ټینګار کړی او د صهیونیسټي رژیم د هر ډول تېري پر وړاندې، د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی یې اعلان کړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د پاکستان خبري چینلونو اعلان وکړ چې حضرت ایت ا... خامنه يي د لوېدیځې آسیا د بدلونونو او د دښمنانو پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د راتلونکي ستراتیژۍ په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

د پاکستان ټولو خبري چینلونو په ژوندۍ بڼه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د خطبو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د توغندیز ځواب پر مشروعیت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زموږ د ټولو دښمنان یو دي او  باید  د وحشي اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخنیوی وشي.

همداشان په اسلام آباد کې د پاکستان د «سما نیوز» چینل هم د خپلو عادي پروګرامونو په بندولو سره خبر ورکړ: د ایران ستر لارښود له ټولو مسلمانانو او اسلامې هېوادونو څخه وغوښتل چې د فلسطین لپاره سره متحد شي.

د پاکستان د «جیو نیوز» او «ساچ» ټلویزني چینلونو هم راپور ورکړ: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت ا... سید علي خامنه يي په واضحه توګه اعلان وکړ چې هر هېواد له خپلې خاورې او اوبو څخه د دفاع حق لري او د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو، د اسرائیلي رژیم پر ضد په توغندیزو عملیاتو سره، له خپل مشروع حق څخه کار اخیستی دی.

ټیګونه