ایران پاکستان ته د ډبرینو سکرو صادرات نوره هم زیاتوي
(last modified Thu, 10 Oct 2024 10:12:10 GMT )
Oct 10, 2024 14:42 Asia/Kabul
  • ایران پاکستان ته د ډبرینو سکرو صادرات نوره هم زیاتوي

د ایران د اسلامی جمهوریت  ګمرکاتو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له ۱۳۹۹لمریزکال  (2019 )څخه تر دې د مه  پاکستان د  ایران د ډبرینو سکرو د صادراتو ترټولو اصلي هدف دی ،داسې چې په ۱۴۰۲لمریزکال کې  ئې ونډه ددغه محصول د صادراتو د ټول ارزښت کابو اویا فیصدي برخې ته رسیدلی دی.

ایرناخبری آژانس د ایران دګمرکاتو له  قوله  راپور ورکړی،ګمرکاتو په تیرو  پنځو کلونو او تیرو شپږو میاشتو کې  د کوک او کوئلې  د صادراتو او وارداتو  د احصایو جزیات اعلان کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ، دروان کال په شپږو میاشتو کې د  دولسو میلیون ډ الرو په ارزښت  کوک او سکرو اندازه صادره شوې ده چې دغه پیسې  د تیر کال په ورته مودې کې  اوه اعشاریه اوه  فیصده کمه شوې ده.

ددغه راپور په اساس ، د روان کال په تیرو شپږو میاشتو کې  ددغه محصول واردات د تیر کال د ورته مودې  د وخت په  نسبت  ۵۴فیصدی کمیدا سره یو سل پنځه پنځوس میلیون ډالرو  ته رسیدلې دي.

د ایران ګمرکاتو په  دغه راپور کې  په تیرو پنځو کلونو کې د سکرو او کوک د صادراتو په باب  یادونه کړې ده ،په ۱۳۹۸لمریز کال کې د سکرو او کوک د صادراتو اندازه څه دپاسه شپاړس اعشاریه څلور میلیون ډالره وه چې دغه اندازه په ۱۳۹۹لمریز کال کې  له دې د تیر کال په نسبت  په ۴۷فیصدي کمیدا سره  اته اعشاریه اوه میلیون ډالرو ته  ورسیده.

په راپور کې وئيل شوي دي،  چې په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱لمریز کلونو کې  ددغو محصولاتو صادرات  زیات شول ، په ۱۴۰۰لمریز کال کې ددغو صادراتو اندازه  څوارلس اعشاریه اوه میلیون ډالرو ته ورسیده چې په ورپسې ۱۴۰۱کال کې دغه اندازه کابو دوه اویا میلیون ډالرو ته زیاته شوه چې  دغه اندازه د تیر کال په نسبت  ۶۹ فیصده او ۳۹۱ فیصده زیاتوالی ښئ.

له ۱۳۹۹لمریز کال څخه تر دې دمه پاکستان  د  ایران د کوک او سکرو د صادراتو تر ټولو غوره اخستونکی  هیواد دی  داسې چې  په ۱۴۰۲کال کې ئې  ونډه ددغه محصول  د صادراتو د ټول ارزښت  کابو اویافیصدو ته رسیدلی دی.

 له ۱۴۰۱لمریز کال څخه د د ایران د کوک او سکرو یا کوئلې په وارداتو کې د معاملې ترټولو غوره   لوري هیوادونو کې چین او عمان ؤ چې په مجموع کې ئې ددغه محصول د ټولو وارداتو  دارزښت کابو اتیا فیصدي برخه ځان ته بیله کړې ده.

 

ټیګونه